رویا سادات: عزیز دلدار په امریکا کې د نجونو د زدهکړو د حق په اړه د خبرو پر مهال سخت ټپي شو

افغان فلم جوړوونکې رویا سادات تایید کړې چې مېړه یې، عزیز دلدار، چې فلم جوړوونکی او د کابل پوهنتون پخوانی استاد دی، د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د نجونو د زدهکړو د حق په اړه د خبرو پر مهال له فزیکي برید سره مخ شوی او سخت ټپي شوی دی.
مېرمن سادات د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۷مه) په خپل فېسبوک کې په یوه پیغام کې ویلي چې دا پېښه د شنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) د هغې او د دوی د ماشومانو د سترګو په وړاندې شوې ده.
هغې لیکلي دي: «زما مېړه، استاد عزیز دلدار، د نجونو د زدهکړو د حق په اړه د خبرو پر مهال، زما او زموږ د ماشومانو د سترګو په وړاندې له فزیکي برید سره مخ شو او سخت ټپي شو.»
د سادات په وینا، دا پېښه د هغې د کورنۍ لپاره یوه دردناکه او ټکان ورکوونکې تجربه وه او ماشومان یې او مور یې، چې د زړه په ناروغۍ اخته ده، لا هم د دې پېښې له رواني اغېزو سره مخ دي.
سادات ویلي چې د برید عاملان نیول شوي او د قضیې د عدلي څېړنې بهیر روان دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، د هغو راپورونو له مخې چې د ویرجینیا پولیسو ته په منسوبو لومړنیو معلوماتو ولاړ وو، د دې پېښې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
رویا سادات دا پېښه یوازې یو شخصي تاوتریخجن برید نه بولي، بلکې له طالبانو د ملاتړ او له افغانستانه بهر د ښځو او نجونو پر وړاندې د دې ډلې د محدودیتونو د توجیه او عادي کولو د هڅو د پایلو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغې له کوربه هېوادونو غوښتي چې د قانوني لارو چارو په کارولو سره د دا ډول اقداماتو پر وړاندې چلند وکړي.
د یادونې وړ ده چې عزیز دلدار واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو مخکې، له ۱۵ کلونو ډېر د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې د فلم جوړونې، فلمنامې لیکنې او انځوریز روایت په برخو کې تدریس کړی و. هغه د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلونونو وروسته امریکا ته کډوال شو.
رویا سادات هم د افغانستان له پېژندل شویو فلم جوړوونکو څخه ده چې په خپلو اثارو کې یې ټولنیزو مسایلو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته پام کړی دی.
دا برید په داسې حال کې شوی چې طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بېرته ستنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې او په پوهنتونونو کې د ښځو تحصیل منع کړی دی.






