د بشري حقونو د څار سازمان په نړۍ کې د ښځینه سیاستوالو پر وړاندې د پراخ تاوتریخوالي خبرداری ورکړ

د بشري حقونو د څار سازمان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ښځینه سیاستوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښونو او جنسیتي ځورونې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دې وضعیت د ښځو امنیت او په سیاسي ډګرونو کې د هغوی ګډون له خطر سره مخ کړی دی.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د (لړم په ۶مه) د ښځو د حقونو د برخې د مرستیالې هېدر بار په لیکنه کې ویلي چې په سیاست کې فعالې ښځې په انلاین فضا او حقیقي ژوند کې له پراخو ګواښونو سره مخ دي. په دغو ګواښونو کې فزیکي تاوتریخوالی، د جنسي تېري ګواښونه او جنسیتي ځورونه شامل دي او په ډېرو مواردو کې دغه ښځې له کافي ملاتړ څخه برخمنې نه دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په امریکا، اسټرالیا، سویلي افریقا او برازیل کې د ښځینه سیاستوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته اشاره کړې ده. د دغه سازمان په وینا، په سویلي افریقا کې د یوه سیاسي ګوند ښځینه فعاله د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال وژل شوې او د ښاروالۍ یوې ښځینه نوماندې په خپل کور کې له وسلهوال برید سره مخ شوې ده.
په برازیل کې هم یو شمېر ښځینه نوماندانو د وژنې او جنسي تاوتریخوالي د ګواښونو له ترلاسه کولو وروسته پولیسو ته شکایتونه کړي دي. همدارنګه په امریکا کې د مډیسن ښاروالې ساتیا روډز کانوی د جمعې په ورځ د (اکتوبر په ۲۳مه) د امنیتي ګواښونو او د خپل خوندیتوب په اړه د اندېښنو له امله د ښاروالۍ په ټاکنو کې له بیا نوماندېدو ډډه کړې ده.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د ښځینه سیاستوالو ځورونه یوازې په فزیکي بریدونو نه محدودېږي، بلکې د ډیجیټلي ټکنالوژیو او مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د جعلي جنسي انځورونو جوړول هم د هغوی د ګواښلو او سپکاوي په وسیله بدل شوي دي.
د یوې څېړنې له مخې، چې د بشري حقونو د څار سازمان ورته استناد کړی، د اروپا د پارلمان له ۷۲۰ غړو څخه ۴۶ ښځې او څلور نارینه په جعلي جنسي انځورونو کې ښودل شوي او یا یې انلاین حضور له دا ډول انځورونو سره تړل شوی دی.
دا خبرداري په داسې حال کې ورکول کېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو وروسته، د افغانستان ښځې له رسمي سیاسي ګډون او د حکومت د مشرتابه له جوړښتونو څخه ایستل شوې دي. طالبانو په خپله کابینه کې هېڅ ښځې ته ځای نه دی ورکړی او پر زدهکړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو د پراخو محدودیتونو په لګولو سره یې په عامه ژوند کې د ښځو د ګډون فرصتونه هم په جدي توګه کم کړي دي.
په همدې حال کې، د بینالمجالس اتحادیې او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د شمېرو له مخې، په نړۍ کې د وزارتونو په څوکیو کې د ښځو ونډه په ۲۰۴ کال کې له ۲۳.۳ سلنې څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۲۲.۴ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی چې سیاسي ګواښونه او تاوتریخوالی کولای شي ښځې په ټاکنو کې له نوماندېدو او په پرېکړه کوونکو بنسټونو کې له ګډون څخه منصرفې کړي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې له سیاست څخه د ښځو لرې کول نه یوازې د هغوی حقونه او ازادۍ محدودوي، بلکې ټولنې هم د ښځو د ګډون او مشرتابه له ګټو څخه محروموي.






