په بامیان کې د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د ۴۰ ښځو روزنه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د بامیان ولایت ۴۰ ښځې د اروپایي ټولنې په ملاتړ د چرمي بکسونو جوړولو او مرۍګنډلو مهارتونه زده کوي.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ د (لړم په ۷مه) ویلي چې په دې شپږ میاشتني پروګرام کې ۲۰ ښځې د چرمي بکسونو جوړولو او ۲۰ نورې د مرۍګنډلو په برخه کې روزنه ترلاسه کوي. د دې پروګرام موخه د ښځو د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا او هغوی ته د عاید ترلاسه کولو د فرصتونو برابرول دي.
د دغه بنسټ په وینا، ګډونوالې به د روزنې له پای ته رسېدو وروسته داسې بستې ترلاسه کړي چې د خیاطۍ ماشینونه، وسایل، لومړني توکي او نغدي مرستې پکې شاملې وي، څو وکولای شي له خپلو زدهکړل شویو مهارتونو څخه د کوچنیو کاروبارونو د پیلولو او د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګټه واخلي. هېواد ته راستنې شوې ښځې هم په دې پروګرام کې ګډون لري.
دا پروګرام په داسې حال کې پلي کېږي چې په افغانستان کې ښځې د کار او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د ډېرو ښځو لپاره د عاید ترلاسه کولو فرصتونو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی.






