اروپايي قانون جوړوونکي: د بروکسل ناسته کولای شي طالبانو ته سیاسي مشروعیت ورکړي
- Zan News

- 2 days ago
- 2 min read

یو شمېر اروپايي قانون جوړوونکو، د افغانستان د پارلمان پخوانیو استازو او د بشري حقونو فعالانو له اروپايي ټولنې غوښتي چې بروکسل ته د طالبانو د استازو له بلنې او د دې ډلې له هر ډول رسمي کوربتوب څخه ډډه وکړي.
هغوی په یوه سرخلاصي لیک کې د اروپايي کمېسیون، د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام خدمت او د دې ټولنې غړو هېوادونو ته، له طالبانو سره د مهاجرت او د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې د خبرو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
لاسلیک کوونکو ویلي چې دا ډول ناستې، که څه هم «تخنیکي» وبلل شي، کولای شي طالبانو ته سیاسي مشروعیت ورکړي او له دې ډلې سره د اړیکو د عادي کېدو پیغام ولېږدوي.
هانا نیومن، له جرمني څخه د اروپايي پارلمان غړې، د سهشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲مه) د دې لیک په خپرولو سره په اېکس کې ویلي: «هره بلنه، هره ویزه او هره رسمي ناسته یو سیاسي پیغام لري.»
هغې ټینګار کړی چې طالبان د مهاجرت په برخه کې له همکارۍ څخه د سیاسي امتیاز د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي او اروپايي ټولنه باید خپل بشري حقونو اصول د ایستلو د توافقونو په بدل کې معامله نه کړي.
په دې لیک کې راغلي چې طالبان د اروپايي ټولنې لهخوا د تعامل لپاره ټاکل شوو معیارونو څخه هېڅ یو نه دی پوره کړی. لاسلیک کوونکو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سختو محدودیتونو، سیاسي سرکوب، خپلسرو نیونو او علني مجازاتو ته اشاره کړې ده.
هغوی همداراز ویلي چې په اروپا کې د افغانستان په ځینو قونسلي استازولیو کې د طالبانو د چارواکو د رول زیاتوالی، د افغان کډوالو د څارنې او پر هغوی د فشار په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
لاسلیک کوونکو له اروپايي ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره له هر ډول رسمي تعامل څخه ډډه وکړي، د مهاجرت په برخه کې همکاري له سیاسي بهیرونو جلا کړي او د بشري حقونو د نقض په وړاندې د طالبانو د ځوابویونکي کولو لپاره فشارونه زیات کړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې بلجیم د طالبانو یو شمېر استازو ته ویزې ورکړې دي، څو په بروکسل کې د مهاجرت اړوند یوه ناسته کې ګډون وکړي.
اروپايي چارواکو ویلي چې دا ناسته تخنیکي ماهیت لري او د طالبانو د رسمیت پېژندلو معنا نه لري. خو د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې له طالبانو هر ډول رسمي کوربتوب کولای شي له دې ډلې سره د اړیکو عادي کېدو ته مرسته وکړي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې له زدهکړو، کار، د تګ راتګ له ازادۍ او د عامه ژوند په ډېرو برخو کې له حضور څخه محرومې کړې دي.



