له خبریالۍ تر جنسي ناامنۍ؛ په تبعید کې د یوې افغانې ښځینه خبریالې ترخه کیسه
- Ariahn Raya
- 3 days ago
- 3 min read

سودابه، د یوې افغانې ښځینه خبریالې مستعار نوم دی چې کلونه یې په هرات کې له یوې سیمهییزې رسنۍ سره کار کاوه. د طالبانو له بیا واکمنېدو او په رسنیو کې د ښځو پر حضور له محدودیت وروسته، هغې نه یوازې خپله دنده له لاسه ورکړه، بلکې د خپلې وینا له مخې، وطن او کرامت یې هم له لاسه ورکړ.
هغه له زننیوز سره په خبرو کې د کډوالۍ، بېکارۍ، ناامنۍ او هغو ورځو کیسه کوي چې ژوند یې له خبریالۍ څخه سختو کارونو او بېپناهۍ ته ولاړ.
لا د ټیلیفوني اړیکې درېیم زنګ نه و بشپړ شوی چې له بلې خوا یو ستړی غږ د لنډ «سلام» سره واورېدل شو؛ د هغې ښځې غږ چې یو وخت به یې په هرات کې د یوې سیمهییزې رسنۍ له سټوډیو څخه په قوت او انرژۍ د زرګونو اورېدونکو لپاره خپرونې کولې، خو اوس له لرې واټنه، ارام او مات اورېدل کېده.
کله مې چې سلام وکړ، څو شېبې چوپه شوه. د ټیلیفون له بلې خوا اوږده وقفه راغله؛ داسې لکه کلمې یې ورکې کړې وي.
بیا یې خبرې پیل کړې، خو دا ځل یې غږ رپېده. ستونی یې ډک شو او د ژړا ډک غږ یې د کلمو ترمنځ ورک کېده.
هغه په ستړي غږ وايي: «یوه ورځ خبریاله وم، بله ورځ هېڅ نه وم.»
سودابه، په داسې حال کې چې د جلاوطنۍ خبره کوي، زیاتوي چې د خپلې ناروغې مور او دوو کشرانو خویندو د نفقې د برابرولو لپاره اړ وه هرې دروازې ته ور وټکوي. د هغې په وینا، نور ورته هېڅ انتخاب نه و پاتې او یوازینۍ لار چې مخې ته یې پاتې شوه، له وطنه وتل وو.
هغه لاره چې خپله یې «له چوپتیا تېښته» بولي.
سودابه د ټیلیفوني خبرو په دوام په ایران کې د خپل ژوند په اړه وايي: «په ایران کې ژوند هغسې پر مخ لاړ نه لکه څنګه چې مې تصور کاوه. لومړی مې په یوه رستورانت کې کار پیدا کړ، خو دوام یې ونه کړ. وروسته د خیاطۍ یوې کارخونې ته لاړم؛ هغه ځای چې هیله مې لرله لږ ساه واخلم. خو هلته هم ډېر وخت تېر نه شو چې راته یې وویل نور اړتیا نشته راشې. بیا هم دروازې بندې شوې.»
هغې لږه شېبه چوپتیا غوره کړه. ژوره ساه یې واخیسته او په ارام غږ یې دوام ورکړ: «د خلکو کورونو ته به تلم چې صفاکاري وکړم…» غږ یې بیا ورپېده.
هغه له داسې تجربو خبرې کوي چې بیانول یې ورته سخت دي؛ له هغو کورونو چې باید د کار ځای وای، خو د هغې لپاره په ناامنو ځایونو بدل شول.
هغې په مات غږ وویل: «څو ځله له جنسي تېري سره مخ شوم. غوښتل مې کار وکړم، خو هېڅ مې له وسه نه کېدل. کارد مې هډوکي ته ورسېد. غوښتل مې د خپلې مور لپاره د ویاړ سبب شم، خو اوس د ځان لپاره هم له شرمه پرته بل څه نه یم. زه یوازې د خپلې مور او خویندو لپاره په دې دام کې راګیره شوم؛ دلته اوس راته هېڅ نه دي پاتې، پرته له دې چې ټول فکر کوي زه فاحشه یم.»
کلمې یې ماتېږي او د جملو ترمنځ چوپتیا یې له خپله روایت هم درنه کېږي.
هغه د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه راوړونکې ده. پلار یې نور ژوندی نه دی او ورور یې، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې، د دې ډلې پر ضد جګړه کې وژل شوی دی.
اوس سودابه پاتې ده او داسې مسوولیت چې هره ورځ درنېږي. هغه وايي: «که زه کار ونه کړم، هېڅوک نشته. په میاشت کې تر ټولو زیاتې پیسې چې پیدا کوم، ۱۰ میلیونه تومان دي چې نیمایي یې پر خپل ځان لګېږي. ډېر وخت داسې شوي چې پر سړکونو مې شپه تېره کړې…»
سودابه وايي، څو ځله یې هڅه کړې چې بېرته پر خپلو پښو ودرېږي، خو هر ځل یو څه هغه شا ته کش کړې ده.
هغه وايي: «هرې دروازې ته مې ور وټکول… خو هېڅ دروازه خلاصه نه شوه.»
غږ یې اوس تر پخوا هم ستړی دی؛ لکه د داسې چا غږ چې نور یې حتی د دروازو د خلاصېدو هیله هم له لاسه ورکړې وي.
د سودابه کیسه د هغو ښځو د برخلیک انځور دی چې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو له محدودیتونو وروسته یې نه یوازې خپلې دندې له لاسه ورکړې، بلکې امنیت، کرامت او راتلونکی یې هم په ابهام کې ډوب شو.
هغې د اړیکې په پای کې، په داسې غږ چې په سختۍ اورېدل کېده، وویل: «داسې ځای ته رسېدلې یم چې نور نه ژوند راته معنا لري او نه راتلونکی؛ یوازې ژوندۍ یم، همدومره.»
اړیکه پرې کېږي، خو د هغې له ژړا ډک غږ لا هم په ذهن کې پاتې کېږي.



