لیلما د سلام مفتون ښځه په بدخشان کې ووژل شوه
- Zan News

- 3 hours ago
- 1 min read

سیمهییزې سرچینې په بدخشان کې وايي چې لیلما، د دې ولایت د محلي سندرغاړي سلام مفتون ښځه، د ناپېژاندو وسلوالو لهخوا وژل شوې ده.
د سرچینو په وینا، دا پېښه نن پنجشنبه د (غويي ۱۷مه) د سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.
سرچینو ویلي چې لیلما خپل د خیاطۍ کارځای ته د تګ پر مهال د ناپېژاندو کسانو لهخوا د ښکار ټوپک په وسیله په نښه شوې ده. هغې د اشکاشم د ښځو په ځانګړي بازار کې د خیاطۍ کارځای درلود.
د سرچینو په وینا، لیلما لومړی ټپي شوې او روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده.
په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم د هغې وژنه تأیید کړې ده. د بدخشان د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
تر اوسه د دې وژنې عاملان او انګېزه روښانه نه دي.
سرچینو همداراز ویلي چې لیلما د بدخشان له اسماعیلي شیعهګانو څخه وه او له هغې پنځه ماشومان پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې سلام مفتون، د لیلما مېړه، د بدخشان له محلي سندرغاړو څخه دی او مخکې هم د طالبانو لهخوا نیول شوی و.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ناامنۍ، هدفي وژنې، وسلهوالې غلاوې او د خلکو ورکېدل زیات شوي دي.



