top of page

په میدان وردک کې د ماین چاودنه؛ شپږ ماشومان ټپیان شول

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 2 hours ago
  • 1 min read
Photo: UNMAS
Photo: UNMAS

په میدان وردک کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له امله شپږ ماشومان ټپیان شوي دي.


دې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه د چهارشنبې په ماښام (د غويي ۱۶مه) د دایمیرداد ولسوالۍ د اورمرو په سیمه کې رامنځته شوې ده.


د خبرپاڼې له مخې، چاودنه هغه مهال شوې چې ماشومانو له یوه ناچاودېدلي لاسي ماین سره لوبې کولې.


طالبانو ویلي چې ټپیان د درملنې لپاره د میدان‌شهر ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.


خو د درېیو ټپي ماشومانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.


دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې دوه ورځې مخکې هم په ننګرهار او پروان ولایتونو کې په دوو ورته چاودنو کې دوه ماشومان مړه او څلور نور ټپیان شوي وو.

 
 
bottom of page