top of page

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۴۲ سلنه هغه کورنۍ چې ښځې یې نفقه راوړونکې دي، وږي ویده کېږي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 10 minutes ago
  • 2 min read
Photo: ©Ali Khara/Reuters
Photo: ©Ali Khara/Reuters

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي چې ښځې او نجونې په افغانستان کې له مخ پر خرابېدو بشري کړکېچ سره مخ دي. دې ادارې د طالبانو محدودیتونه، بېوزلي، اقلیمي کړکېچونه او د بشري مرستو د بودجې کمېدل د دې وضعیت د خرابېدو له لاملونو بللي دي.


دا راپور د «په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د بشري برخو جنسیتي وضعیت ارزونه» تر عنوان لاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د افغانستان د جنسیتي همغږۍ ډلې له‌خوا خپور شوی دی.


د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې له ۱۰.۷ میلیونو څخه ډېر یې ښځې او نجونې دي.


د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې د ښځو پر تګ راتګ، زده‌کړو او کار د طالبانو محدودیتونو، بشري مرستو او روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسی کم کړی او د عاید موندلو فرصتونه یې محدود کړي دي.


د دې ادارې په وینا، دغو محدودیتونو د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ لا ډېرې زیان‌منې کړې دي.


د راپور له مخې، کونډې ښځې او د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ، د نارینه‌وو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو په پرتله، له زیاتې بېوزلۍ، لوږې، بې‌ځایه کېدو او امنیتي خطرونو سره مخ دي.


په دې راپور کې راغلي چې ۴۱ سلنه د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو په تېره میاشت کې کله ناکله د خوړو د کموالي له امله په کور کې خواړه نه لرل او ۴۲ سلنه یې وږي ویده شوي دي.


راپور وايي چې اقتصادي فشارونه او د خوړو ناامني ځینې کورنۍ د ماشومانو کار، له ښوونځي د ماشومانو ایستلو، سوالګرۍ او په کم عمر کې واده کولو ته اړ کړې دي.


د راپور د موندنو له مخې، ۴ سلنه د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو خپلې لوڼې له ټاکلي وخت مخکې واده کړې دي؛ په داسې حال کې چې دا کچه د نارینه‌وو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو کې ۱ سلنه ده.


د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې همداراز ویلي چې په افغانستان کې له نیمايي زیاتې د ښوونځي عمر لرونکې نجونې له زده‌کړو محرومې دي. د دې څېړنې له مخې، ۵۸ سلنه د ښوونځي عمر لرونکې نجونې ښوونځي ته نه ځي، په داسې حال کې چې دا کچه د هلکانو په منځ کې ۲۷ سلنه ده.


دې راپور زیاته کړې چې روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی هم زیانمن شوی دی. د راپور له مخې، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر کار محدودیت، د ښځو د طبي زده‌کړو مرکزونو تړل او د بودجې کمېدل د افغانستان روغتیايي سیستم کمزوری کړی او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.


د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د جنسیت پر بنسټ د بشري مرستو د پیاوړتیا، د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو د ملاتړ او روغتیايي خدماتو، زده‌کړو، کاري فرصتونو او بشري مرستو ته د ښځو او نجونو د خوندي لاسرسي د برابرولو غوښتنه کړې ده.

 
 
bottom of page