top of page

افغان ښځې چې له ايران او پاکستانه راستانې شوې، په افغانستان کې پر ګدايۍ اړې شوې دي

  • Ariahn Raya
  • Nov 12
  • 2 min read
Image credit: The Afghan Times
Image credit: The Afghan Times

«طالبانو مرستې خپلو کسانو ته وېشلې، زموږ لپاره هېڅ نه‌دي پرېښې.»

د طالبانو له پرله‌پسې ادعاوو سره سره، چې ګواکې له بېرته راستانه شوو افغان کډوالو ملاتړ کوي، د افغانستان پر سړکونو دردناکې صحنې د بلې واقعيت کيسه کوي. ښځې، ماشومان او حتی نارينه، چې له ايران او پاکستانه شړل شوي، د ښارونو په بېلابېلو برخو کې د سترګو له اوښکو ډک د رهگذرو مخې ته د مرستې لاس غځوي؛ دا يوه ترخه کيسه ده د فقر، بې‌وسۍ او نه‌پوره شوو ژمنو.


طالبان ادعا کوي چې بېرته راستانه شوو کډوالو ته يې په بېلابېلو برخو کې بشردوستانه مرستې برابرې کړې دي، خو د زن‌نيوز د ميداني راپورونو له مخې، ډېری له دغو مرستو هېڅکله تر اړمنو خلکو نه‌دي رسېدلي.


يو شمېر بېرته راستانه شوو مهاجرو زن‌نيوز ته ويلي چې طالبانو د نړيوالو مرستندویو ادارو مرستې خپلو کسانو ته وېشلې او د غريبو خلکو لپاره هېڅ برخه نه‌ده پاتې شوې.


خجسته، يوه مور چې دوه کوچني ماشومان لري، اوس د فراه په بازار او د سړک په غاړه ناسته ده او له رهګذرو مرسته غواړي.


هغې زن‌نيوز ته وويل: «خدای خير ورنه کړي هغه څوک چې موږ يې بدبخته کړو. ووينئ، نيمه شپه ده، زه په دې يخ او دوړ ډک هوا کې ګرځم او زما ماشومان ناروغ دي. موږ له تهرانه وشړل شو. پرته له هغه پنځه زره افغانيو چې د نيمروز پر پوله يې راکړې، بله هېڅ مرسته مو نه‌ده ترلاسه کړې. بې‌سروپناه يم او د مجبورۍ له امله ګدايي کوم.»


په نيمروز ولايت کې خالده، چې يوه بله بېرته راستانه شوې ښځه ده، له خپلې کورنۍ سره يو ځای په سړکونو کې د مرستې لاس غځوي.

هغې وويل: «دا سړی مې مېړه دی، د هغه لپاره کار نشته. اوس موږ ټوله کورنۍ ګدايي کوو. ډېری شپې مو ډوډۍ نه‌لرو او له خالي لاسونو خپل تشې خيمې ته بېرته ستنېږو.»


په هرات کې بيا نازنين، چې دوه لوڼې او يو کوچنی زوی لري، څلور مياشتې کېږي چې د ترقي په پارک کې ژوند تېروي او د خلکو مخې ته د مرستې لاس غځوي.


هغې وويل چې د خوست اصلي اوسېدونکې ده، خو د بېرته تګ کرايه نه‌لري.

هغې زياته کړه: «زه د خوست يم، خو د تګ پيسې نه لرم. څلور مياشتې کېږي چې دلته پاتې يم. ورځې ګدايي کوم څو زما ماشومان وږې پاتې نه‌شي، او شپې په پارکونو او د سړکونو پر غاړو ويده کېږو. هیڅوک موږ ته نه راځي.»


په بېلابېلو افغان ښارونو، په ځانګړي ډول له ايران او پاکستانه د جبري شړل شوو مهاجرو له راتګ وروسته، د ګدايۍ د زياتېدو څپه د هېواد له سترو انساني بحرانونو څخه ګرځېدلې ده.


په داسې حال کې چې د «بېرته راستانه شوو کډوالو د ملاتړ» په نوم ميليونه ډالره نړيوالې مرستې افغانستان ته راوهيږي، بې‌سروپناه ښځې او ماشومان لا هم د سړکونو پر غاړو ناست دي او د خلکو د لږ تر لږه رحم او خواخوږۍ په تمه دي.

 
 
bottom of page