top of page

په دوو ترافیکي پېښو کې د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۶ تنه مړه شوي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 3 hours ago
  • 1 min read
Source: Bakhtar News Agency
Source: Bakhtar News Agency

د هلمند او غزني ولایتونو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۶ تنه، د دوو ښځو او یو ماشوم په ګډون، مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي.


په هلمند کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویلي چې د دې ولایت د خانشین ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۳ تنه مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي.


د دې قوماندانۍ په وینا، دا پېښه د یوه فیلډر ډوله موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. د دې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي وضعیت ښه بلل شوی دی.


په بله پېښه کې، د غزني د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي باختر اژانس ته ویلي چې د قره‌باغ ولسوالۍ پر لاره د دوو مسافروړونکو موټرو او یوه باروړونکي موټر تر ټکر وروسته ۳ تنه مړه شوي او ۳ نور ټپیان دي.


د سرحدي په وینا، په دې پېښه کې مړه شوي کسان د دوو ښځو او یو ماشوم څخه عبارت دي. هغه د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.


دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۴ تنه مړه شوي وو.


د یادونې وړ ده چې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول په هېواد کې د مرګونو ترافیکي پېښو له اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.

 
 
bottom of page