طالبانو د سیاسي پروګرامونو د مېلمنو ټاکنه محدوده کړه
- Zan News

- 8 hours ago
- 1 min read

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د طالبانو لهخوا د رسنیو پر محتوا او د سیاسي پروګرامونو د مېلمنو پر ټاکنه د نویو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دې سازمان د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو ریاست کورنیو رسنیو ته امر کړی چې یوازې ټاکلي کسان سیاسي پروګرامونو ته راوبولي.
د اعلامیې له مخې، یوازې هغه کسان کولای شي په سیاسي پروګرامونو کې ګډون وکړي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لهخوا تأیید شوي وي او پېژندپاڼه ترلاسه کړې وي.
امسو ویلي چې دا اقدام د رسنیو پر خپلواکۍ مستقیم برید او د بیان د ازادۍ او د معلوماتو د لاسرسي د حق ښکاره نقض دی.
دې سازمان ټینګار کړی چې رسنۍ حق لري د مسلکي معیارونو او د خپلو مخاطبانو د اړتیاوو پر بنسټ د پروګرامونو موضوعات او مېلمانه وټاکي. د امسو په وینا، په دې بهیر کې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه د رسنیو مسلکي هویت کمزوری کوي.
په اعلامیه کې راغلي چې د نظرونو د تنوع محدودول د عامه افکارو د کنټرول او د خلکو د غږ د چوپولو هڅه ده. امسو له طالبانو غوښتي چې د رسنیو د فعالیت مخه ونه نیسي او د خبریالانو ازادي او امنیت د نړیوالو اصولو له مخې تضمین کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیت محدودیتونه زیات شوي او یو شمېر خبریالان له نیولو، ګواښونو او کاري محدودیتونو سره مخ شوي دي.



