top of page

فیفا د افغان ښځو د کډوالې لوبډلې رسمیت ومانه

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 10 hours ago
  • 2 min read
Photo: © A. M. Bizouat / AFP
Photo: © A. M. Bizouat / AFP

فیفا د افغان ښځو د کډوالې لوبډلې ته اجازه ورکړې چې د دې ادارې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.


د اسوشیټیډپرس د راپور له مخې، د فیفا شورا د سې‌شنبې په ورځ د (اپرېل ۲۸مه) د کاناډا په ونکوور کې په خپله غونډه کې د مقرراتو په بدلون سره هغه لوبډله چې د «متحدو افغان ښځو» په نوم فعالیت کوي، رسمیت پېژندلې ده.


دا اقدام شاوخوا پنځه کاله وروسته ترسره شوی، کله چې د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې لوبغاړې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اړې شوې چې هېواد پرېږدي.


که څه هم د ۲۰۲۷ کال د ښځو د نړیوال جام د غوراوي پړاو لپاره د دې لوبډلې د ګډون وخت تېر شوی، خو «متحدې افغان ښځې» کولای شي د ۲۰۲۸ کال د لاس‌انجلس المپیک د غوراوي سیالیو کې برخه واخلي.


د فیفا رئیس جیاني اینفانتینو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه د «متحدو افغان ښځو» او ورته لوبډلو د ملاتړ لپاره شوې، څو وکولای شي د اړوندو کنفدراسیونونو سره په همغږۍ بل پړاو ته ولاړې شي.


خالده پوپال، د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې پخوانۍ کپتان، ویلي دي: «موږ ته د پنځو کلونو لپاره ویل کېدل چې د افغانستان د ښځو ملي لوبډله نور هېڅکله سیالیو کې ګډون نه شي کولی، ځکه هغه نارینه چې زموږ هېواد یې نیولی، دا اجازه نه ورکوي.»


هغې زیاته کړې چې د فیفا پر دې پرېکړه ویاړي او دا د افغان ښځو د راتلونکي لپاره د ګډې دادغوښتنې پایله ده.


د یادونې وړ ده چې له ۸۰ څخه ډېرې افغان ښځینه لوبغاړې په استرالیا، امریکا او اروپا کې ژوند کوي. د «متحدو افغان ښځو» لوبډله، چې د پاولین همیل تر لارښوونې لاندې تمرین کوي، ټاکل شوې ده د جون میاشتې په نړیوال کړکۍ کې دوه نمایشي لوبې ترسره کړي.


نازیه علي، یوه افغان لوبغاړې چې په استرالیا کې اوسي، ویلي چې دوی په تېرو کلونو کې په بېلابېلو نومونو لوبې کړي، خو په زړه کې یې تل د ملي لوبډلې برخه پاتې شوې ده. هغې ویلي چې د افغانستان د بیرغ بیا په رسمي ډول اغوستل داسې احساس دی چې بیانول یې نه شي کولی.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښځو ملي لوبډلې خپله وروستۍ رسمي لوبه په ۲۰۱۸ کال کې کړې وه او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د ښځو ورزش درېدلی دی. د فیفا دا پرېکړه ښيي چې، سره له دې چې په هېواد کې دننه ښځې له ورزش څخه محرومې شوې دي، خو په تبعید کې د افغان ښځینه ورزشکارانو دادغوښتنه توانېدلې چې د هغوی لپاره په نړیوالو سیالیو کې د ګډون نوې لار پرانیزي.

 
 
bottom of page