top of page

امسو: د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال له ۸۰ سلنې ډېرې ښځینه خبریالانې له رسنیز فعالیت څخه وتلې دي

  • Maryam Naiby
  • 19 hours ago
  • 3 min read
Image: © AFP / Getty Images

afghan women journalist
Image: © AFP / Getty Images

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) وایي، د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د افغانستان رسنیز چاپېریال سخت محدود شوی او له ۸۰ سلنې ډېرې ښځینه خبریالانې له رسمي رسنیز فعالیت څخه وتلې دي.


دغه بنسټ وایي، امنیتي فشارونه، سانسور، پر تصویر اخیستلو محدودیتونه او د تحریریه‌وو په کار کې د طالبانو مستقیمه لاسوهنه، د رسنیو خپلواکي او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق له جدي خطر سره مخ کړی دی.


د امسو د هغه راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ د (زمري په ۲۱مه) خپور شو، افغانستان د طالبانو له بېرته واکمنېدو وړاندې د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې په ۱۲۲م مقام کې و، خو اوس ۱۷۸م مقام ته لوېدلی دی. دغه سازمان د افغانستان ۵۶ درجې ښکته کېدل د رسنیو د ازادۍ د جدي خرابېدو او پر خبریالانو د محدودیتونو د پراخېدو نښه بللې ده.


راپور وایي، واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو وروسته د افغانستان له ۴۰ تر ۵۰ سلنې چاپي، غږیزې او تصویري رسنۍ په بشپړ یا موقت ډول تړل شوې دي. په پایله کې، سلګونو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او ګڼ شمېر نور د افغانستان پرېښودو ته اړ شوي دي.


امسو د بې پولې خبریالانو د شمېرو پر بنسټ لیکلي چې له هغو یو زر او ۴۶۷ خبریالانو څخه چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ یې د خپلو هېوادونو له پرېښودو وروسته د دغه سازمان له ملاتړیزو پروګرامونو ګټه اخیستې، ۶۷۷ تنه افغان خبریالان وو. دغه شمېر د دې پروګرام له ټولو ملاتړ شویو خبریالانو ۴۶ سلنه جوړوي. بې پولې خبریالانو افغانستان «د خبریالانو د جبري تبعید نړیوال مرکز» بللی دی.


د ښځینه خبریالانو وضعیت د راپور له تر ټولو جدي برخو څخه دی. امسو وایي، د طالبانو دستورونو او محدودیتونو په رسنیو کې د ښځو حضور په جدي ډول کم کړی او له ۸۰ سلنې ډېرې ښځینه خبریالانې له رسمي رسنیز فعالیت څخه وتلې دي. هغه لږ شمېر ښځې چې لا هم په ځینو رسنیو کې کار کوي، د لباس او کاري شرایطو په اړه له سختو مقرراتو سره مخ دي.


د دغه سازمان په وینا، له رسنیو څخه د ښځو پراخ حذف یوازې د هغوی د کاري فرصتونو له لاسه ورکولو پورې محدود نه دی، بلکې د ښځو اړوند موضوعاتو د پوښښ پر ډول او کیفیت یې هم اغېز کړی او لامل شوی چې د افغانستان د ښځو د تجربو او ستونزو یوه لویه برخه په رسنیو کې لږ انعکاس ومومي.


راپور د طالبانو له‌خوا پر خبریالانو د استخباراتي فشارونو خبر هم ورکړی دی. د امسو د موندنو له مخې، په کابل، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې له خبریالانو او د رسنیو له مسؤلانو غوښتل شوي چې د طالبانو له نظام څخه خپل ملاتړ په ښکاره اعلان کړي. په ځینو مواردو کې له کسانو څخه دا هم غوښتل شوي چې هغه خبریالان وپېژني او ورمعرفي یې کړي چې له خپلواکو رسنیو یا له افغانستان څخه بهر مېشتو رسنیو سره همکاري لري.


امسو وایي، د طالبانو محدودیتونه نور یوازې سیاسي او امنیتي خبرونه نه په نښه کوي. په ځینو ولایتونو کې خبریالان د خلکو د شکایتونو، د پېښو د تلفاتو، ټولنیزو ستونزو او حتی په عامه پروګرامونو کې له تصویر اخیستلو منع شوي دي. په ځینو مواردو کې خبریالان د عکس اخیستلو له امله توقیف شوي یا د نیول کېدو له ګواښ سره مخ شوي دي.


دغه سازمان دا هم راپور ورکړی چې په کندهار، خوست، لوګر او پکتیا کې له رسنیو غوښتل شوي چې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د کلیزې پوښښ ته لومړیتوب ورکړي.


امسو خبرداری ورکړی چې دا ډول فشارونه د تحریریه‌وو خپلواکي له منځه وړي او رسنۍ د طالبانو د رسمي روایت د خپرولو پر وسیلو بدلوي.


د راپور له مخې، په ننګرهار کې د امر بالمعروف په یوه غونډه کې د خبریالانو کمرې ترې اخیستل شوې او هغوی ته یوازې د غږ ثبتولو اجازه ورکړل شوې ده. په هلمند کې هم خبریالان د میندو د شیدو ورکولو اړوند په یوه پروګرام کې د عکس اخیستلو له امله شاوخوا نیم ساعت توقیف شوي دي. په نورستان کې هم خبریالان د سېلاب ځپلو سیمو کې تر سختې څارنې لاندې نیول شوي او ترې غوښتل شوي چې یوازې د طالبانو د فعالیتونو په اړه راپورونه جوړ کړي.


امسو په پای کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر رسنیو فشارونه په یوه پراخ او جوړښتي بهیر بدل شوي او یوازې د خبرونو تر مستقیم سانسور پورې محدود نه دي. دغه بنسټ وایي، د دې وضعیت دوام د خپلواکو رسنیو بقا، په رسنیو کې د ښځو حضور، د خبریالانو امنیت او ازادو معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق له جدي خطر سره مخ کوي.

 
 
bottom of page