top of page

امسو په پاکستان کې د افغان خبریالانو د نیولو او جبري ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 3 hours ago
  • 1 min read
Source: AA
Source: AA

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) په پاکستان کې د افغان خبریالانو د نیولو او جبري ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.


دې سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېرو دوو اوونیو کې لږ تر لږه درې خبریالان د پاکستان د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي، چې په هغوی کې یوه ښځینه خبریاله له خپلې کورنۍ سره په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوې او دوه نور خبریالان لا هم په بند کې دي.


په اعلامیه کې راغلي چې له دغو ښځینه خبریالانو څخه یوې، سره له دې چې د وتلو قانوني اسناد او د بل هېواد ویزه یې درلوده، د وتلو اجازه نه ده ترلاسه کړې او د کډوالو له کمپونو څخه یوه ته لېږدول شوې ده.


امسو ویلي چې د خبریالانو جبري ایستل هغوی له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کوي او له پاکستاني پولیسو یې غوښتي چې د خبریالانو نیول او ځورول ودروي او نیول شوي کسان بې له شرطه خوشې کړي.


دې سازمان همداراز له نړیوالو بنسټونو، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په ګډون، غوښتي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي.

 
 
bottom of page