top of page

اوچا: افغانستان ته راستنې شوې ښځې او نجونې تر ټولو زیان‌منې ډلې دي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 6 days ago
  • 1 min read
Photo: @OCHAAfg
Photo: @OCHAAfg

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، اوچا، وايي هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته راستنېږي، تر ټولو زیان‌منې ډلې بلل کېږي.


اوچا د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په اېکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې ډېری دغه کسان له لومړنیو امکاناتو پرته هېواد ته داخلېږي او د خدماتو، زده‌کړو، معیشت او د ساتنې د ملاتړ په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ دي.


په دې پیغام کې راغلي چې راستنې شوې ښځې او نجونې په ځانګړي ډول له جدي ننګونو سره مخ دي او د هغوی د بېړنیو اړتیاوو پوره کول د بشري مرستو د سمدستي پیاوړتیا ته اړتیا لري.


دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي یا بېرته استول شوي دي، چې د پام وړ برخه یې ښځې او نجونې جوړوي.

 
 
bottom of page