اوچا: د طالبانو لاسوهنې د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو بهیر ستونزمن کړی دی


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د طالبانو د چارواکو لاسوهنې، د ښځو پر کار محدودیتونو او د بودجې کمښت په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
اوچا د یکشنبې په ورځ د (تلې په ۵مه) د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې د وضعیت په اړه د یوه راپور په بیا خپرولو سره اعلان کړی چې په ۲۳۳ ولسوالیو کې د مرستندویه بنسټونو لاسرسی له منځنیو محدودیتونو او په څلورو نورو ولسوالیو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی.
دغه بنسټ په خپله اېکسپاڼه کې خبرداری ورکړی چې بشري مرستو ته د لاسرسي محدودېدل یا په دغه بهیر کې خنډونه رامنځته کېدل، کولای شي د مرستو رسولو بهیر وځنډوي یا اړمنو کسانو ته د مرستو د رسېدو مخه ونیسي.
اوچا ټینګار کړی چې د خلکو د اړتیاوو د ارزونې او د مرستو د رسولو لپاره خوندي او دوامداره لاسرسی اړین دی.
د راپور له مخې، د ښځینه مرستندویه کارکوونکو پر فعالیت د طالبانو محدودیتونو، مرستو ته د ښځو او نجونو لاسرسی کم کړی دی. په هرات کې د ښځو لپاره یو شمېر ځانګړي خدمتونه درول شوي او په فراه کې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ښځو نوملیکنه منع شوې ده.
اوچا وایي، په ۴۲ سلنه ولسوالیو کې په بشري فعالیتونو کې لاسوهنې ثبت شوې دي او د راپور شویو پېښو ۸۵ سلنه له همدې ډول لاسوهنو سره تړاو لري.
دغه راپور په داسې حال کې بیا خپور شوی چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.






