top of page

اوچا: په افغانستان کې د مرستو رسونه د ښځو ګډون ته اړتیا لري

Writer: Zan News
Zan News
6 days ago
1 min read
Image: OCHAAfg/X
Image: OCHAAfg/X

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، اوچا، وایي چې په افغانستان کې میلیونونو اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره دوامداره بودجې، بشري لاسرسي او د مرستو رسولو په بهیر کې د ښځو معنادار ګډون ته اړتیا ده.


اوچا د یکشنبې په ورځ د (اکتوبر په ۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د دې ادارې د دفتر مشرې، اېمي مارتین، تېره میاشت د اروپا په پارلمان کې د افغانستان په اړه د عکسونو په یوه نندارتون کې ګډون کړی و او په دغه هېواد کې یې د بشري مرستو د بهیر پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.


د اوچا په وینا، مارتین په دې غونډه کې ټینګار کړی چې اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو لپاره یوازې دوامداره مالي ملاتړ او بشري لاسرسی بسنه نه کوي، بلکې ښځې هم باید د بشري مرستو په بهیر کې په معناداره توګه ګډون ولري.


دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو لویو بشري بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی. د اوچا د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.


اوچا تر دې وړاندې ویلي وو چې په بشري برخه کې د ښځو پر فعالیت محدودیتونه مرستو ته لاسرسی او د مرستو د رسولو کیفیت اغېزمنوي، او مرستندویه ادارې هڅه کوي د ښځینه کارکوونکو ګډون وساتي.

 
 
bottom of page