top of page

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له متقي سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې

Writer: Zan News
Zan News
6 days ago
2 min read
Taliban Foreign Ministry officials meet with a UN deputy secretary-general in a formal meeting room.
Source: Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې چارو مرستیاله سرمنشي روزماري ډي‌کارلو وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کړې دي.


ډي‌کارلو د یکشنبې په ورځ د (تلې په ۱۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په دې لیدنه کې له متقي سره د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې تمې مطرح شوې دي.


هغې ویلي چې دا لیدنه افغانستان ته د هغې د پنځم سفر پر مهال شوې او دواړو لورو د دوحې بهیر، اقلیمي بدلونونو، طبیعي پېښو، د افغان کډوالو بېرته ستنېدو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریتونو په اړه هم خبرې کړې دي.


په همدې حال کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې متقي او ډي‌کارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ، بشري مرستو، د بېرته ستنو شویو کډوالو د اړتیاوو، اقلیمي بدلونونو، اوبو، د سیمې د وضعیت او د دوحې د بهیر د دوام په اړه خبرې کړې دي.


د دې اعلامیې له مخې، متقي په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په راپورونو او ارزونو کې د «دقیقو معلوماتو او باوري سرچینو» پر کارولو هم ټینګار کړی دی.


خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په اړه په خپله اعلامیه کې د ښځو او نجونو د حقونو د بحث هېڅ یادونه نه ده کړې.


ډي‌کارلو تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د ښځو پر زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون په اړه د طالبانو محدودیتونه د دغې ډلې له چارواکو سره مطرح کړي وو او د دغو محدودیتونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې وه.

 
 
bottom of page