اوچا: په افغانستان کې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان تغذیوي ملاتړ ته اړتیا لري


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، اوچا، اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان تغذیوي ملاتړ ته اړتیا ولري.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې پر وخت اقدام کولای شي د ګڼ شمېر میندو او ماشومانو ژوند وژغوري او د خوارځواکۍ د بحران د پراخېدو مخه ونیسي.
اوچا د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۹مه) ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه میندې، د خپلو ماشومانو د خوارځواکۍ له خطر سره سره، لا هم د هغوی د روغتیا او راتلونکي د ساتنې لپاره هڅې کوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په روان کال کې به په افغانستان کې نږدې ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.
له دې ډلې به شاوخوا ۹۴۲ زره ماشومان په سختې شدیدې خوارځواکۍ اخته شي او د مرګ له جدي خطر سره به مخ وي. همداراز، شاوخوا ۱.۲ میلیونه امیندواره ښځې او شیدې ورکوونکې میندې به له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام هم وايي چې افغانستان د خپل تاریخ له تر ټولو شدید ثبت شوي خوارځواکۍ زیاتوالي سره مخ دی. د دې ادارې د اټکل له مخې، شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.
دې ادارې پرلهپسې وچکالۍ، اقتصادي بحران، د کډوالو جبري ستنېدل، زلزلې او د بشري مرستو کمښت په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د پراخېدو له مهمو لاملونو څخه بللي دي.
د بودجې کمښت درملنې ته د میندو او ماشومانو لاسرسی هم محدود کړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په اوسنیو شرایطو کې یوازې د خوارځواکۍ درملنې ته د اړتیا لرونکو ماشومانو څلورمې برخې او مرستې ته د اړتیا لرونکو امیندواره ښځو او شیدې ورکوونکو میندو درېیمې برخې ته خدمات وړاندې کولای شي.
د یادونې وړ ده چې ښځې او ماشومان په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ پر وړاندې له تر ټولو زیانمنونکو ډلو څخه دي. د نړیوالو مرستو کمښت، پراخه بېوزلي او د ښځو پر ژوند او کار د طالبانو محدودیتونو د کورنیو توان لا ډېر کمزوری کړی چې کافي خواړه برابر او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي.






