بيبيسي: په غور کې بېوزلۍ کورنۍ د کمعمره نجونو پلور ته اړې کړې دي
- Zan News

- 1 day ago
- 1 min read

بيبيسي په یوه راپور کې ویلي چې سخته بېوزلي، بېکاري او لوږه په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ سختو پرېکړو ته اړې کړې دي، چې پکې د خپلو کمعمره نجونو د واده لپاره پلورل هم شامل دي.
دا راپور، چې د غور د مرکز چغچران ښار څخه چمتو شوی، د هغو کورنیو وضعیت بیانوي چې د کار نشتوالي، د بشري مرستو کمېدو او وچکالۍ له امله د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
په دې راپور کې راغلي چې ځینو پلرونو په غور کې ویلي، د ډوډۍ برابرولو، درملنې یا د پور پرې کولو لپاره اړ شوي چې د خپلو کمعمره نجونو د پلور په اړه پرېکړه وکړي.
عبدالرشید عظیمي، د غور یو اوسېدونکی، بيبيسي ته ویلي چې د بېوزلۍ او پورونو له امله چمتو دی خپلې اووه کلنې لوڼې د واده لپاره وپلوري، څو وکولای شي نورو اولادونو ته ډوډۍ پیدا کړي.
بيبيسي همداراز له سعید احمد، په غور کې یو بل پلار، څخه نقل کړی چې خپله پنځه کلنه لور یې له ناروغۍ وروسته او د درملنې د لګښت د پرې کولو لپاره خپل یوه خپلوان ته پلورلې ده. د هغه په وینا، که پیسې یې لرلای، هېڅکله به یې داسې پرېکړه نه کوله.
دا په داسې حال کې ده چې د مرستو کمېدل، بېکاري، وچکالي او د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه په افغانستان کې بېوزلې کورنۍ زیانرسوونکو پرېکړو ته اړې کړې دي، لکه د کمعمره نجونو پلورل او له وخته مخکې ودونه.



