بښنې نړیوال سازمان: «د شرطې قانون» په افغانستان کې د ځپنې فضا لا ژوروي
- Zan News

- 2 hours ago
- 2 min read

بښنې نړیوال سازمان د طالبانو «د شرطې قانون» په افغانستان کې پر بشري حقونو یو بل پراخ برید بللی او ویلي یې دي چې دغه قانون د عادلانه محاکمې، د بیان ازادۍ، شخصي حریم، د ماشومانو حقونو او د پولیسو د صلاحیتونو لپاره جدي پایلې لري.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د (وږي په ۴مه) په خپله اېکسپاڼه کې د دې قانون په غبرګون کې ویلي چې د دې قانون له «تر ټولو فاحشو» مادو څخه یوه، په افغانستان کې د هر ډول لاریون بشپړ بندیز دی؛ هغه بندیز چې د دغه سازمان په وینا، د سولهییزې غونډې د ازادۍ د حق ښکاره نقض دی.
بښنې نړیوال سازمان ویلي: «له داسې پراخ بندیز سره، دا فرمان په افغانستان کې د ځپنې خفه کوونکې فضا او پر بنسټیزو ازادیو سخت محدودیتونه لا پسې ژوروي.»
دغه سازمان دا هم ویلي چې دا محدودیت په داسې شرایطو کې لګول شوی چې طالبان لا هم معترضان او مخالفان د خپلسرو نیونو او بند، شکنجې، نورو ناوړه چلندونو او جبري نادرکه کولو له لارې په نښه کوي.
بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول هغه فرمانونه او تګلارې سمدستي لغوه کړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان له ژمنو سره په ټکر کې دي او هغو اقداماتو ته د پای ټکی کېږدي چې دا ژمنې نقضوي.
د طالبانو «د شرطې قانون» تازه د دغې ډلې د عدلیې وزارت لهخوا خپور شوی دی. د دې قانون پنځوسمه ماده د افغانستان په قلمرو کې هر ډول لاریون منع کوي.
د لاریونونو رسمي بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې په تېرو پنځو کلونو کې ښځې له هغو اصلي ډلو څخه وې چې د زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز حضور په برخه کې د طالبانو د محدودیتونو پر ضد یې اعتراض کړی دی. د دې قانون په پلي کېدو سره، هغه بندیز چې تر دې وړاندې په عملي ډول د اعتراضونو د ځپلو له لارې پلی کېده، اوس د طالبانو د قوانینو په رسمي چوکاټ کې هم ځای پر ځای شوی دی..






