بې پولې خبریالان: د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ دفتر د خبریالانو د ګواښلو او ځپلو مسؤل دی


د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) په یوه څېړنیز راپور کې ویلي چې د طالبانو استخبارات د «۰۱۵» په نوم ځانګړې څانګه لري چې په افغانستان کې د خبریالانو د څارنې، ګواښلو، نیولو او ځپلو مسؤلیت لري. د دې څانګې موخه د خپلواکو رسنیو چوپ کول او د طالبانو د تبلیغاتو پراخول دي.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې د «۰۱۵» څانګه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو راهیسې فعاله ده. د دې څانګې مسؤلین په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې رسنۍ او خپرېدونکي مطالب څاري او منتقد خبریالان د پوښتنو او ګروېږنو لپاره ورغواړي.
د بې پولې خبریالانو سازمان په وینا، د دې دفتر مسؤلینو په ځینو مواردو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په همکارۍ د رسنیو پر دفترونو چاپې وهلې، خبریالان یې نیولي او د هغوی وسایل یې ضبط کړي دي.
دغه سازمان ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې ۷۷ خبریالان نیول شوي او د هغوی د توقیف موده له یوې اوونۍ څخه تر دوو کلونو پورې وه.
په دې راپور کې درې افغان خبریالانو، چې د امنیتي اندېښنو له امله په مستعارو نومونو معرفي شوي، د طالبانو د استخباراتو په «۰۱۵» او نورو څانګو کې د نیول کېدو، پوښتنو او ګروېږنو او شکنجې خپلې تجربې بیان کړې دي.
له دغو خبریالانو څخه یوه، چې په مستعار نوم «فرهاد» معرفي شوی، ویلي چې د طالبانو د استخباراتو مسؤلینو هغه د جاسوسۍ او د دې ډلې پر ضد د تبلیغاتو په تور نیولی او د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال یې په وهلو ټکولو او برېښنايي شاک ورکولو شکنجه کړی دی.
یوه بل خبریال، چې په مستعار نوم «عبدل» معرفي شوی، ویلي چې د طالبانو مسؤلینو ترې غوښتل چې د ښځو د حقونو، امنیتي پېښو او بېوزلۍ په اړه راپورونه جوړ نه کړي او پر ځای یې د طالبانو ملاتړي کسان رسنیزو پروګرامونو ته راوبولي.
د بې پولې خبریالانو سازمان همدارنګه ویلي چې د «۰۱۵» څانګه په ټولنیزو شبکو کې هم فعالیت لري او یوه برخه یې د انلاین محتوا د څارنې او د طالبانو په ملاتړ د تبلیغاتي کمپاینونو د ترسره کولو مسؤلیت لري.
دغه سازمان هغو اسنادو ته اشاره کړې چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې د افغانستان د یو شمېر رسنیو له خوا خپاره شوي وو. د دغو اسنادو له مخې، د طالبانو د استخباراتو د تبلیغاتي او نفوذي پروګرامونو لپاره ۷۰.۷ میلیون افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې او نږدې ۱۵۰۰ کارن حسابونه د دې ډلې د روایت د خپرولو او د مخالفانو د بېاعتباره کولو لپاره کارول کېږي.
د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې په اېکس شبکه کې د دغو حسابونو د یوې برخې د فعالیتونو څېړنه ښيي چې ځینې یې د طالبانو په ملاتړ ورته پیغامونه خپروي. یو شمېر دغه حسابونه د ښځو په هویت هم فعالیت کوي.
د دغو موندنو په غبرګون کې، د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د بې پولې خبریالانو سازمان ته ویلي چې د «۰۱۵» څانګه د قانون له مخې فعالیت کوي او هېڅوک په خپلسرې توګه نه نیول کېږي او نه ورسره ناوړه چلند کېږي.
خو د بې پولې خبریالانو سازمان ټینګار کړی چې د نیول شویو خبریالانو روایتونه او راټول شوي شواهد په افغانستان کې د رسنیو د څارنې، ګواښلو او ځپلو لپاره د یوه منظم جوړښت د شتون ښکارندويي کوي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان رسنۍ او خبریالان واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو وروسته له پراخو محدودیتونو سره مخ شوي او ښځینه خبریالانې هم د خپلو مسلکي فعالیتونو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.






