top of page

ښځینه فعالانو له یوناما سره په لیدنه کې په پرېکړو کې د ښځو د ګډون غوښتنه وکړه

Husnah Ahmade
4 hours ago
2 min read
Afghan women attend a discussion on partnerships for a prosperous Afghanistan in Kabul, with a female speaker addressing participants from a podium.
Photo source: UNAMA / United Nations

د ښځو د حقونو شاوخوا ۵۰ فعالانو، خبریالانو، سوداګرو ښځو او د افغانستان د مدني ټولنې استازو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره په لیدنه کې، په عامه ژوند او پرېکړو کې د ښځو د مانادار ګډون لپاره د لا ډېرو فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.


د یوناما د هغې اعلامیې له مخې چې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، خپره شوې، دا غونډه په کابل کې د ملګرو ملتونو د «پرانیستو دروازو نړیوالې ورځې» د پروګرام په چوکاټ کې جوړه شوې وه. ګډونوالو د افغانستان د ښځو او نجونو د ستونزو او د هغو د هواري پر لارو چارو خبرې وکړې.


ګډونوالو همدارنګه په عامه ژوند کې د ښځو د مانادار ګډون، زده‌کړو، کار او نورو اساسي حقونو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ.


رباب فاطمې په دې غونډه کې د ښځو د رول او هڅو په ستایلو سره وویل چې ښځې نه غواړي یوازې د مرستو ترلاسه کوونکې وي، بلکې غواړي د هغو پرېکړو او تګلارو په جوړولو کې فعاله ونډه ولري چې د دوی پر ژوند اغېز کوي.


یوې ګډونوالې له زده‌کړو د نجونو محرومیت ته په اشارې پوښتنه کړې ده: «۲۰ کاله وروسته به له لوستو ښځو پرته د افغانستان برخلیک څه وي؟»


د یوناما د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې پاتې شوې دي.


دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه لا هم د ښځو او نجونو زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې ګډون ته لاسرسی محدودوي.

 
 
bottom of page