په فراه کې د محرم د نشتوالي او د جامو د ډول له امله د ښځو او نجونو نیول او وهل ټکول

د زننیوز سرچینې: طالبانو د فراه په بازارونو کې ښځې او نجونې په برېښنايي ډنډو وهلې او ټکولې دي.
دا ځل د فراه ولایت ښځې او نجونې نه یوازې د تګ راتګ له ازادۍ محرومې شوې دي، بلکې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، له نارینه محرم پرته له کوره د وتلو له امله له سپکاوي، وهلو ټکولو او نیولو سره هم مخ کېږي.
په فراه کې مېشتې کورنۍ وایي چې د لړم له ۲۴مې راهیسې، د فراه ښار د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې مسؤلینو په بازارونو کې ښځې او نجونې په نښه کړې او یو شمېر یې د شرعي محرم د نشتوالي او د جامو د ډول له امله نیولې دي.
دا محدودیتونه په داسې حال کې زیات شوي چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د طالبانو مسؤلینو د جمعې له لمانځه وروسته په جوماتونو کې نارینه وو ته خبرداری ورکړی چې د خپلو کورنیو ښځې او نجونې دې له محرم پرته له کوره وتلو ته نه پرېږدي.
نورګل امیري، د فراه یو اوسېدونکی، وایي چې د طالبانو مسؤلینو خلکو ته خبرداری ورکړی چې که د کورنۍ ښځې یې ونیول شي، د شکایت حق به ونه لري.
هغه له زننیوز سره په خبرو کې وایي: «کله چې جومات ته لاړو او تبلیغ او لمونځ وشو، موږ ته یې وویل چې له دې وروسته که د امر بالمعروف اداره ستاسو ښځه یا لور ونیسي او زنداني یې کړي، تاسو د شکایت حق نه لرئ. که نه غواړئ داسې پېښه وشي، له کوره د هغوی د وتلو مخه ونیسئ.»
د تاوتریخوالي په یوه پېښه کې، راضیه عمري، د فراه یوه اوسېدونکې نجلۍ، وایي چې له خپلې خور او د ګاونډي له لور سره بازار ته د تلو پر مهال د امر بالمعروف د مسؤلینو له خوا سپکاوی او وهل ټکول ورسره شوي دي.
هغه زننیوز ته وایي: «موږ دوې خویندې او د ګاونډي لور د پېرودلو لپاره په درېچرخه کې سپرې شوو چې شاهبازار ته ولاړې شو. د امر بالمعروف مسؤلینو لومړی موږ ته کنځلې وکړې او بیا یې په برېښنايي ډنډو زموږ پر سرونو او ملاوو ګوزارونه وکړل. ویې ویل چې تاسو له کوره د وتلو حق نه لرئ. کله چې مې ورسره بحث وکړ، زه یې تر ملګرو ډېره ووهلم. غوښتل یې زندان ته مې یوسي، خو د سپینږیرو په منځګړیتوب له نیول کېدو وژغورل شوم.»
رقیه نورزي، د فراه یوه بله نجلۍ، وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو مسؤلینو د ښځو او نجونو پر تګ راتګ سخت محدودیتونه لګولي دي، تر دې چې هغوی ان یوازې یا له نورو ښځو او نجونو سره هم له کوره د وتلو او بازار ته د تلو اجازه نه لري.
هغه دغه اقدامات له ټولنې څخه د ښځو د لرې کولو د تګلارې یوه برخه بولي او وایي: «طالبانو د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي او په حقیقت کې یې د ښځو پر وړاندې یو سنګر نیولی دی.»
هغه څه چې په فراه کې روان دي، یوازې د ښځو د تګ راتګ محدودول نه دي، بلکې له عامه ژوند څخه د ښځو د لرې کولو او د هغوی د ژوند په اجباري پوله د کور د بدلولو لپاره د طالبانو د سیستماتیکې تګلارې یوه بله بېلګه ده.
دا داسې تګلاره ده چې ښځې پکې ان د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پېرودلو لپاره هم د نیولو، سپکاوي او تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ کېږي.
طالبانو د ورځ تر بلې زیاتېدونکو محدودیتونو په لګولو سره نه یوازې د ښځو فردي ازادۍ ترې اخیستې دي، بلکې د کورنیو په ګواښلو سره هڅه کوي چې ښځې په بشپړ ډول د ټولنې له عامه ژوند څخه لرې کړي.
دغه چلند ښځې د انتخاب له حق، خپلواکۍ او ټولنیز ګډون څخه محروموي او د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی د ځپونکو تګلارو د پلي کولو په وسیله بدلوي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په هرات کې، د محرم د نشتوالي او د جامو د ډول له امله د ښځو او نجونو د نیولو، سپکاوي او وهلو ټکولو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي وو.
د دغو چلندونو دوام ښيي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودوونکې تګلارې یوازې په یوه ځانګړي ولایت یا ښار پورې محدودې نه دي او د افغانستان ښځې لا هم د ژوند په بېلابېلو برخو کې له محرومیت، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.






