top of page

ملګرو ملتونو د افغان ښځو او نجونو ترمنځ د روغتیايي بحران د زیاتېدو خبرداری ورکړ

Tamanna Mohammadi
10 minutes ago
2 min read
An Afghan mother sits at home with her two young daughters behind a translucent red curtain, holding one child in her arms while the other sits beside them.
Photo: Sayed Habib Bidell / UN Women

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې خبرداری ورکړی چې د طالبانو له خوا د افغانستان پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه، د بشري مرستو له کمېدو سره یوځای، روغتیايي او ملاتړو خدمتونو ته د هغوی لاسرسی په جدي ډول محدود کړی دی.


د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د بشري اقداماتو د څانګې مشرې، صوفیا کالتورپ، په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې طالبانو د ښځو د حقونو پر وړاندې له ۱۰۰ ډېر محدودوونکي فرمانونه صادر کړي او شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې پاتې شوې دي. د هغې په وینا، د ښځو پر زده‌کړو او په روغتیايي برخه کې د هغوی پر فعالیت محدودیتونو امیندواره ښځو او ناروغانو ته د درملنې لاسرسی لا ستونزمن کړی دی.


همدارنګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن، ویلي چې د بشري مرستو د بودجې د کمېدو له امله نږدې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي، چې له یو میلیون څخه زیاتې ښځې او نجونې یې اغېزمنې کړې دي. د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره له ۱۹۳ ډېر ملاتړي مرکزونه هم تړل شوي، چې له یو میلیون څخه زیاتې ښځې او نجونې یې اغېزمنې کړې دي.


په همدې حال کې، رویا (مستعار نوم)، په کابل کې د ښځو د حقونو یوې فعالې، له زن‌نیوز سره په خبرو کې د دغو محدودیتونو پایلو ته په اشارې ویلي دي: «روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او ټولنیز ملاتړ ته د ښځو د لاسرسي مخنیوی یوازې د هغوی د حقونو محدودول نه دي، بلکې د میلیونونو ښځو او نجونو روغتیا، امنیت او راتلونکی له جدي خطر سره مخ کوي. نړیواله ټولنه باید د دغه وضعیت پر وړاندې چوپه پاتې نه شي او د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره باید عملي اقدامات وکړي.»


د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له حکومتونو او نړیوالو مرسته کوونکو غوښتي چې د افغانستان له ښځو او نجونو سره مالي او بشري ملاتړ زیات کړي.

 
 
bottom of page