top of page

«حجاب مو درلود؛ بیا هم د تاوتریخوالي هدف وګرځېدو»؛ د طالبانو له سرکوب څخه د هرات د معترضانو روایت

  • Ariahn Raya
  • 6 hours ago
  • 3 min read
Photo: AI
Photo: AI
«طالب د ټوپک په کنداغ پر سر ووهلم. بې‌هوښه شوم او نور پوه نه شوم چې څه پېښ شول.»

دا د نازیې د روایت یوه برخه ده؛ د هرات له معترضو نجونو څخه یوه. هغه وايي د کار، زده‌کړو او ازادۍ د حق د غوښتنې لپاره واټ ته راوتلې وه، خو د طالبانو د ځواکونو له تاوتریخوالي سره مخ شوه او په وینو لړلي او ټپي سر بېرته کور ته ستنه شوه.


د سې‌شنبې په سهار د (جون ۹مه) یو شمېر ښځې او نارینه د هرات په جبرئیل سیمه کې راټول شول، څو د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو او د دې ډلې د امر بالمعروف د مأمورانو د تاوتریخجن چلند په اعتراض کې خپل غږ پورته کړي.


معترضان وايي، نه یې کوم ځانګړی امتیاز غوښت او نه یې سیاسي شعارونه ورکړل؛ هغوی یوازې درې کلمې چیغې کړې: «کار، زده‌کړې او ازادي». خو طالبانو دغه ساده غوښتنه هم ونه زغمله او په ډزو او وهلو ټکولو یې ځواب ورکړ.


د شاهدانو په وینا، د طالبانو ځواب دغو غوښتنو ته خبرې اترې نه، بلکې سرکوب و.


نازیه، چې په دې تجمع کې حاضره وه، زن‌نیوز ته وايي چې له تېرې شپې یې د ټولنیزو شبکو له لارې د اعتراض له بلنې خبر ترلاسه کړی و.


هغې سهار وختي له خپلې یوې ملګرې سره د تجمع ځای ته حرکت وکړ. د هغې په وینا، طالبانو له هماغه پیله لارې تړلې وې او هڅه یې کوله د خلکو د راټولېدو مخه ونیسي.


نازیه وايي:


«کله چې ګڼه‌ګوڼه زیاته شوه او د کار، زده‌کړو او ازادۍ شعارونه پورته شول، طالبانو د خلکو وهل ټکول پیل کړل. یوه طالب راته وویل: "ته نجلۍ یې او حجاب نه غواړې؟" وروسته یې د ټوپک په کنداغ پر سر ووهلم. کله چې مې سترګې خلاصې کړې، په یوه کور کې وم او څو نورې نجونې مې پر مخ اوبه شیندلې. سر مې په وینو لړلی و او د تګ توان مې نه درلود. وروسته دروازه وټکول شوه او نجونو په تېښته پیل وکړ. موږ د هماغه کور له بلې دروازې وتښتېدو. ملګرې مې له یوې بلې نجلۍ سره مرسته وکړه او زه په درې‌څرخ کې سپره شوم. تر کوره پورې مې له سره ډېرې وینې ولاړې.»


د نازیې روایت یوازې له لسګونو ورته روایتونو څخه یو دی؛ د هغو ښځو روایت چې وايي د خپلو تر ټولو لومړنیو انساني حقونو د غوښتنې لپاره له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.


سوریا، د دې اعتراض یوه بله ګډونواله، له زن‌نیوز سره په خبرو کې وايي، د شعارونو له پیلېدو څو شېبې وروسته د طالبانو ځواکونه پر خلکو ورغلل.


هغې وايي:


«موږ یوازې د خپل حق لپاره راغلي وو. خو طالبانو زموږ د غږ د اورېدو پر ځای، په ډزو ځواب راکړ. ما په خپلو سترګو ولیدل چې ښځې ټپیانې شوې. خلک تښتېدل او هېڅوک د امنیت احساس نه کاوه.»


د هغې په وینا، د معترضانو د شمېر له زیاتېدو سره، د طالبانو د امنیتي او استخباراتي ځواکونو نور موټر هم سیمې ته ورسېدل او نیونې پیل شوې.


عایشه، یوه بله ښځه چې په تجمع کې حاضره وه، د طالبانو چلند «وحشیانه» بولي. هغه وايي، د طالبانو ځواکونو په پیل کې خلک په لرګیو، شلاقونو او د ټوپک په کنداغونو وهل ټکول او غوښتل یې تجمع خپره کړي. خو کله چې طالبان ونه توانېدل اعتراض ودروي، د وسلو کارولو ته یې مخه کړه.


هغې وايي:


«موږ حجاب درلود، خو بیا هم د تاوتریخوالي هدف وګرځېدو. هغه ورځ طالبانو ته دا مهمه نه وه چې ښځو څه اغوستي؛ مهمه دا وه چې ولې یې د اعتراض غږ پورته کړی دی.»


د دغو ښځو روایت د هغه واقعیت انځور وړاندې کوي چې د افغانستان ډېرو ښځو په نږدې پنځو کلونو کې تجربه کړی دی؛ داسې واقعیت چې پکې د زده‌کړو حق، د کار حق او حتی په عامه فضا کې د حضور حق، د اسلامي لباس او حجاب له لرلو سره سره، پر یوه جنجالي موضوع بدل شوی دی.


د سې‌شنبې د ورځې اعتراض په هرات کې د طالبانو د تګلارو پر وړاندې د مدني مقاومت یوه برخه ده؛ هغه تګلارې چې منتقدان یې د تبعیض او جوړښتي ښځه‌دښمنۍ ښکاره بېلګه بولي.


هغه ښځې چې د هرات په جبرئیل کې واټونو ته راووتلې، وايي غوښتنه یې له لومړنیو انساني حقونو ورهاخوا هېڅ نه ده؛ هغه حقونه چې د هغوی په باور، طالبان لا هم د هغوی له رسمیت پېژندلو ډډه کوي.

 
 
bottom of page