ملګري ملتونه: ښځینه مرستندویه کارکوونکې باید په افغانستان کې له محدودیت پرته کار وکړي
- Zan News

- 2 days ago
- 1 min read

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ټینګار کړی چې د بشري مرستو ښځینه کارکوونکې باید وکولای شي په خوندي چاپېریال او له محدودیت پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۱۱مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې په افغانستان کې ښځینه مرستندویه کارکوونکې ډېری وخت هغو ښځو او نجونو ته د رسېدو یوازینۍ لار وي چې مرستې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، د ښځینه کارکوونکو حضور افغان ښځو او نجونو ته دا امکان برابروي چې اړینو معلوماتو، ملاتړ او اړتیا وړ خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
دغه بنسټ لیکلي: «افغانې ښځینه مرستندویه کارکوونکې ښځو او نجونو ته د رسېدو او د ژوند ژغورونکو مرستو د وړاندې کولو لپاره اړینې دي.»
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ټینګار کړی چې د بشري مرستو ښځینه کارکوونکې باید وکولای شي په خوندي ډول او له محدودیت پرته فعالیت وکړي.
دا دریځ داسې مهال مطرح کېږي چې په افغانستان کې ښځې د کار، زدهکړو، د تګ راتګ د ازادۍ او ټولنیز ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي؛ هغه محدودیتونه چې بشري خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی یې هم ستونزمن کړی دی.






