top of page

مجاهد: په اسلام کې مظاهرې ځای نه لري

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 3 days ago
  • 2 min read
Zabihullah Mujahid, the Taliban’s spokesperson,
Source: Kokcha News / X

ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، وایي «په اسلامي قانون کې مظاهرې شتون نه لري» او د سړکونو اعتراضونه په ډیموکراتیکو او جمهوري نظامونو پورې اړه لري.


مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۱۱مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د مظاهرو د بندیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د سړکونو اعتراضونه په ډیموکراتیکو او جمهوري نظامونو کې ځای لري، نه په هغه نظام کې چې طالبان یې اسلامي بولي.


هغه وویل: «په اسلامي قانون کې مظاهرې شتون نه لري، ځکه مظاهرې د هغو ټولنو لپاره دي چې هلته جلا قوانین حاکم وي، یا ډیموکراسي وي، جمهوریتونه وي.»


د طالبانو ویاند زیاته کړه، که خلک اعتراض ولري، باید اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي او د هغه په وینا، باید د «خلکو د وخت له ضایع کېدو، د خلکو د شتمنیو له تلف کېدو او ګډوډۍ» مخنیوی وشي.


مجاهد د «شرطې» له نوي قانون څخه هم دفاع کړې او ویلي یې دي چې دغه قانون په افغانستان کې د «امنیت، ثبات او د جرمونو د مخنیوي» لپاره جوړ شوی دی.


طالبانو په دې وروستیو کې د «شرطې» یا پولیسو قانون خپور کړی چې له مخې یې په ټول افغانستان کې هر ډول مظاهرې منع شوې دي.


دا بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې په وروستیو میاشتو کې په هرات او بدخشان کې د خلکو اعتراضونه د طالبانو د ځواکونو له ځپلو سره مخ شوي دي.


د مظاهرو بندیز په افغانستان کې د غونډو او سوله‌ییز اعتراض پر ازادۍ یو نوی محدودیت دی؛ هغه حق چې په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ډېرو عامه او پرېکړه‌کوونکو برخو څخه حذف شوې دي، د خپل اعتراض د ښکاره بیانولو او د خپلو حقونو د غوښتلو له لارو څخه یوه بلل کېږي.

 
 
bottom of page