په غور کې کونډې ښځې: «نه پوهېږو خپل ماشومان څنګه ماړه کړو»
- Ariahn Raya
- 3 days ago
- 2 min read

کله چې شپه شي، د سلیمې لپاره تیاره او بېامکاناته کور یوازې څلور دېوالونه نه دي؛ دا هغه ځای دی چې باید د خپلو ماشومانو د لوږې په اندېښنه، اوښکو او ژړا کې شپه تر سهاره تېره کړي.
د هغې د مېړه له مړینې درې میاشتې تېرېږي. هغه وایي، مېړه یې ناروغ و او د کار ډېر توان یې نه درلود، خو تر څو چې ژوندی و، لږ تر لږه به یې د خپلو ماشومانو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله. اوس سلیمه پاتې ده، څو ماشومان او هغه دسترخوان چې د هغې په وینا، ډېری شپې تش وي.
سلیمه زننیوز ته وایي: «ژوند سخت شوی، د خوړلو لپاره هېڅ نه لرو. که سوال وکړو، عیب او ګناه ده، که په کور کې کښېنم، دا خپل واړه ماشومان څنګه ماړه کړم؟»
هغه وایي، د مېړه له مړینې وروسته یې نه د طالبانو له ادارې او نه هم د مرستندویه بنسټونو لهخوا کوم اغېزمن ملاتړ ترلاسه کړی دی. هغه وایي، ښايي خپله وږې ویده کېدل وزغمي، خو د خپلو وږو ماشومانو لیدل ورته بل درد دی.
بيبي ریحانه، د غور د ساغر ولسوالۍ اوسېدونکې، هم د خپل مېړه له مړینې وروسته د شپږو ماشومانو سرپرستي په یوازې ځان پر غاړه لري.
هغه وایي، کله ناکله د کلي اوسېدونکي د یوې وچې ډوډۍ، لږو غنمو یا اوړو مرسته ورسره کوي، خو دغه مرستې دوامداره نه دي.
بيبي ریحانه وایي: «د کونډې او یتیملرونکې ښځې ژوند ډېر سخت دی. هېڅ بنسټ او حکومت له موږ سره مرسته نه کوي. حیرانه پاتې یم چې خپل ماشومان څنګه له مرګه وژغورم.»
د هغې په وینا، ماشومان یې ورځ تر بلې لاغر او کمزوري کېږي او خپله هم کله ناکله شپه په لوږه سبا کوي.
هغه زیاتوي: «چمتو یم هر کار وکړم چې ماشومان مې له منځه لاړ نه شي. مجبوره یم په هره طریقه چې کېږي خواړه برابر کړم، خو ډېر سخت شوي دي.»
ګلافروز، په غور کې یوه بله کونډه ښځه، د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره غالۍ اوبدې. هغه له سهاره تر شپې کار کوي، خو وایي، د اوږدو کاري ساعتونو سره سره یې میاشتنی عاید څلور زره افغانیو ته هم نه رسېږي.
ګلافروز وایي: «تر څو چې سرپرست وي، هر څه مېړه، ورور یا پلار برابروي، خو کله چې څوک ونه لرې، بیا پوهېږې چې د یوې ښځې او نفقه ورکوونکې لپاره ژوند څومره سخت دی.»
دغه ښځې وایي، د مېړونو له مړینې وروسته یې نه یوازې خپل ژوند شریکان، بلکې د کورنۍ اصلي نفقه ورکوونکي هم له لاسه ورکړي او اوس په داسې شرایطو کې د خپلو ماشومانو د ژوند د برابرولو مسؤلیت پر غاړه لري چې د کار فرصتونه او ملاتړ ورته محدود دي.
هغوی د طالبانو له ادارې او مرستندویه بنسټونو غواړي چې بېسرپرستې کورنۍ هېرې نه کړي او کونډو ښځو ته د کار زمینه او دوامداره ملاتړ برابر کړي.
په غور کې، د هرې غالۍ د دار او هر تش دسترخوان تر شا د یوې مور کیسه ده چې په ستړو لاسونو د خپلو ماشومانو د ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي.
دغه ښځې وایي، صدقه نه غواړي؛ غواړي ماشومان یې وږي پاتې نه شي او خپله د دې فرصت ولري چې په عزت ژوند وکړي.






