حقاني د طالبانو عمومي عفو «تاریخ جوړونه» وبلله؛ دروغ د شکنجو او وژنو د پټولو لپاره
- Tamim Attaiy
- Sep 15
- 3 min read

انس حقاني، د حقاني شبکې غړی او د طالبانو له سیاسي څېرو څخه، په تازه خبرو کې ادعا کړې چې طالبان د جمهوریت له سقوط وروسته د «عمومي عفو» په اعلان سره تاریخ جوړ کړی او پر دې ویاړي. هغه ویلي چې دا ډله د افغانستان تر نیولو وروسته د غچ اخیستنې پر ځای په ټول هېواد کې امنیت ټينګ کړی دی.
خو موجود شواهد او د نړيوالو باوري بنسټونو مستند راپورونه څرګندوي چې د طالبانو عمومي عفو په اصل کې یوازې یو تبلیغاتي پرده ده څو د دې ډلې پراخ او منظم جنایتونه پټ کړي.
د ادعا او واقعیت ترمنځ تناقض
حقاني ویلي: «زموږ مشران د عمومي عفو په اعلان سره تاریخ جوړ کړ… کېدای شي خلک ووایي موږ مبالغه کوو، خو د جمهوریت د حکومت ګڼ وزیران په شمول د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله لا هم په کابل کې دي.»
خو د میداني واقعیتونو څرګند شواهد ښيي چې دغه ادعا د تاریخي حقیقت تر ټولو لږه بڼه نه لري، بلکې یوازې یو سیاسي دروغ دی.
مستندات نړيوال
یوناما په خپل د ۲۰۲۳ کال راپور کې لیکلي دي:
«طالبانو د عمومي عفو د اعلان سربېره، سلګونه موردونه خپلسري نیونې، جبري تری تم کول، شکنجه او د پخوانیو نظامیانو او د جمهوري حکومت د کارکوونکو فراقانوني وژنې ترسره کړې دي.»
د دې سازمان شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست او د ۲۰۲۳ کال د جون ترمنځ د امنیتي ځواکونو او د پخواني حکومت د چارواکو پر وړاندې له ۸۰۰ زیات د بشري حقونو د درنو نقض موارد ثبت شوي دي.
عفو بینالملل په ۲۰۲۲ کال کې ټینګار کړی و:
«د طالبانو د عمومي عفو اعلان پرته له یوه تبلیغاتي وسیلې بل څه نه دي. سلګونه پخواني نظامیان وژل شوي یا د شکنجو لاندې مړه شوي او د هغوی کورنۍ لا هم په وېره او بې برخلیکۍ کې ژوند کوي.»
د بشري حقونو څار بنسټ په دسمبر ۲۰۲۲ کې لیکلي دي:
«طالبانو په ټوله افغانستان کې لسګونه سیمهییز چارواکي، پولیس او د امنیتي ځواکونو غړي له تسلیمېدو وروسته اعدام کړي دي. دغه جنایتونه په ښکاره ډول د عمومي عفو د فرمان نقض دی.»
د فراقانوني وژنو هاخوا، طالبانو خپله «عمومي عفو» په لا وحشیانه بڼو هم نقض کړې ده:
زندانونه په سیستماتیکو شکنجهځایونو بدل شوي دي. ژوندي پاتې شویو روایت کړی چې د برېښنايي کیبل، لرګي او د اوسپنې د میلونو په واسطه وهل شوي دي.
د مدني فعالانو او معترضو ښځو پر وړاندې ډلهییزې جنسي تېري راپور شوي دي؛ هغه ښځې چې یوازې د اعتراض یا مدني فعالیت په جرم نیول شوې دي.
خبریالان د طالبانو ځانګړی هدف پاتې شوي دي؛ ګڼ موردونه ثبت شوي چې غوږونه پرې شوي، غاښونه مات شوي، رواني شکنجه ورکړل شوې او ورک شوي دي.
په ډېرو ولایتونو کې لا هم د هغو کورنیو غږونه اوچت دي چې خپل عزیزان یې پرته له محاکمې اعدام یا ورک شوي دي.
هیڅوک خوندي نه دي
څلور کاله د جمهوريت له سقوط وروسته، افغانستان په يوه ستر زندان بدل شوی دی. نن هېڅ ټولنیز قشر خوندي نه دی:
پخواني نظاميان د شکنجې لاندې وژل کېږي.
خبریالان په فزیکي او رواني تاوتریخوالي شکنجه کېږي او چوپ کړل کېږي.
معترضې ښځې د جنسي تیری او سپکاوي ښکار کېږي.
مدني او سیاسي فعالان ورک کېږي يا په تیاره بندخونو کې بندیان کېږي.
هره ورځ د افغانستان له ګوټ ګوټ تازه خبرونه خپرېږي چې د طالبانو له خوا مدیریت شوي او سیستماتیک جنایتونه په ډاګه کوي؛ هغه جنایتونه چې د «عمومي عفو» د ادعا خلاف نه یوازې نه دي درېدلي، بلکې د دې ډلې د حکومتي سازوکار یوه برخه ګرځېدلي دي.
پایله دا ده چې باید وویل شي طالبان هڅه کوي د «عمومي عفو» روایت د نړۍ پر وړاندې د سیاسي کارت په توګه وکاروي. خو د نړيوالو بنسټونو اسناد او د ژوندي پاتې شویو شهادتونه ثابتوي چې دا فرمان له تاریخي فریب پرته بل څه نه دی.
د طالبانو د عمومي عفو اعلان په عمل کې د سرکوب وسیله ګرځېدلې ده؛ داسې وسیله چې د «بخښنې» تر نوم لاندې یې د سلګونو انسانانو ژوند اخیستی، زرګونه کورنۍ یې د غم پر ټغر کېنولې او میلیونونه افغانان یې په ورځني وېره کې ساتلي دي.



