یوناما: د طالبانو تازه فرمان د ماشومودونو زمینه پیاوړې کولای شي
- Maryam Naiby
- 3 days ago
- 3 min read

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي د طالبانو ۱۸م فرمان د «زوجینو د تفریق» په اړه کولای شي د ماشومودونو زمینه پیاوړې کړي؛ ځکه په دې فرمان کې د بلوغ تر رسېدو وروسته د نجلۍ چوپتیا د واده لپاره د هغې د رضایت په توګه تعبیرېدای شي. دې ادارې ویلي چې دا ډول حکم د آزاد او بشپړ رضایت اصل کمزوری کوي او د ماشوم د غوره ګټو د خوندیتوب مخه نیسي.
یوناما د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښځې او مېړه د جلاوالي په اړه د طالبانو د ۱۸م فرمان له اعلان څخه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دې ادارې په وینا، دا فرمان د ښځو او نجونو د حقونو د فرسایش او په قانون او عمل کې د تبعیض د سیستماتیک کېدو یو بل ګام دی. یوناما ویلي چې دا اصولنامه د هغو ښځو په اړه چې له خپلو مېړونو د جلاوالي غوښتنه کوي، په یوه نابرابر چوکاټ کې عمل کوي.
د یوناما د اعلامیې له مخې، په دې فرمان کې نارینه د طلاق یو اړخیز حق لري، خو ښځې باید له خپلو مېړونو د جلاوالي لپاره پېچلې او محدودوونکې قضايي لارې تعقیب کړي.
دې ادارې ویلي چې دا ډول وضعیت جوړښتي تبعیض پیاوړی کوي او د ښځو خپلواکي د هغوی د کرامت، امنیت او رفاه اړوند مسایلو کې محدودوي.
جورجیت ګانیون، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله او د یوناما سرپرسته، ویلي چې ۱۸م فرمان د یوې پراخې او ژورې اندېښمنوونکې لړۍ برخه ده چې د افغان ښځو او نجونو حقونه فرسوده کوي.
هغې زیاته کړې چې دا فرمان، د نجونو پر زدهکړو او په عامه چارو کې د ښځو پر ګډون له محدودیتونو سره یو ځای، تبعیض بنسټیز کوي او ښځې او نجونې له آزادۍ، فرصتونو او عدالت ته له لاسرسي محروموي.
یوناما ویلي چې دا فرمان باید د هغو اقداماتو په چوکاټ کې وکتل شي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې د ښځو حقونه اغېزمن کړي دي.
دې ادارې یادونه کړې چې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو لومړي فرمان په ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په میاشت کې ځینې حقونه، د واده لپاره د ښځو رضایت او میراث ته د لاسرسي حق په ګډون، په رسمیت پېژندلي وو، خو وروسته فرمانونو دا ملاتړ کمزوری کړی دی.
یوناما د طالبانو ۱۲م فرمان ته هم، چې په ۲۰۲۶ کال کې صادر شوی، اشاره کړې او ویلي یې دي چې دې فرمان د واده په چارو کې قضايي مداخله محدوده کړې ده. د یوناما په وینا، د هغه فرمان له مخې، یوازې په هغو مواردو کې چې ښځې په شدید ډول وهل شوې وي، د ناوړه چلند مرتکب مېړونه په ۱۵ ورځو بند محکومېږي.
یوناما ټینګار کړی چې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې خپلو نړیوالو ژمنو ته، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو او د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په ګډون، مکلف دی. دې ادارې له طالبانو غوښتي چې خپل قوانین، تګلارې او اقدامات له نړیوالو بشري حقونو ژمنو سره برابر کړي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» فرمان د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۴مه د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور کړی دی. د دې فرمان موخه په بېلابېلو حالتونو کې د ښځې او مېړه د جلاوالي د شرایطو او احکامو ټاکل دي او قاضي ته صلاحیت ورکوي چې د شرایطو د موجودیت په صورت کې د تفریق حکم صادر کړي.
تر دې مخکې، یو شمېر د ښځو د حقونو فعالانو او بشري حقونو سازمانونو د دې اصولنامې د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا فرمان کولای شي د ماشومودونو زمینه پیاوړې کړي. ځینو افغان او نړیوالو رسنیو هم له دې فرمان څخه د «طالبانو د ماشومودونو قانون» په توګه یادونه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د نجونو د منځنیو او لوړو زدهکړو منع، کار ته د ښځو د لاسرسي محدودیت او د واده او تفریق په اړه تازه فرمانونو میلیونونه افغان ښځې او نجونې له زدهکړو، اقتصادي فعالیت او عدالت ته له برابر لاسرسي محرومې کړې دي.
۱۸م فرمان د طالبانو د نورو محدودیتونو تر څنګ، د کورنۍ، واده او قضايي بهیر په برخه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې حقوقي نابرابرۍ لا ژوروي.



