د طالبانو له زندانونو د خوشې شوو ښځو ټکان ورکوونکی روایت
- Ariahn Raya
- 18 minutes ago
- 3 min read

درې ښځې چې د طالبانو له زندانه خوشې شوې، له زننیوز سره په خبرو کې په دې ډله پورې اړوند بندخونو کې د خپلو تجربو ټکان ورکوونکی روایت بیان کړی دی. دا ښځې وايي، د طالبانو په زندانونو کې «امنیت، قانون او انساني کرامت» هېڅ معنا نه لري.
اقلیما، له دغو ښځو څخه یوه، چې د خپلې وینا له مخې شپږ میاشتې مخکې د طالبانو د محدودیتونو د نه منلو له امله نیول شوې وه، وايي د زندان فضا له هماغه پیل څخه له ګواښ او فشار سره مل وه.
هغه وايي:
«زه نه پوهېدم چې د طالبانو زندان د اصلاح ځای و که د فحشا مرکز؛ ځکه ټولې ښځې یې په زور فحشا ته اړ کولې. طالبان د ښځو د زندان برخې ته ننوتل او موږ د تلپاتې وېرې او فشار په فضا کې وو. موږ ته یې ویل چې د اصلاح لپاره مو زنداني کړي یو، خو په عمل کې یوازې سپکاوی، ګواښ او تاوتریخجن چلند موجود و. پر ښځو او نجونو یې په زور جنسي تېری کاوه. هر ډول مقاومت چې مو کاوه، په سزا او فشار یې ځواب راکاوه. موږ یې انفرادي خونې ته بېولو او وروسته، حتی په ډلهییز ډول، طالبانو پر بندیانو جنسي تېری کاوه.»
هغه ټینګار کوي چې د طالبانو په زندانونو کې ښځو هېڅ خوندیتوب او د شکایت یا له ځان څخه د دفاع هېڅ واقعي لاره نه لرله.
په همدې حال کې، ثریا، یوه بله خوشې شوې ښځه، د طالبانو په زندان کې د خپلې تجربې په اړه وايي:
«د ننوتلو له شېبې تر شپو پورې، زندان زموږ لپاره د وېرې معنا لرله. هېڅ شېبه د امنیت احساس نه و. هر ناسم او ځوروونکی چلند بېځوابه پاتې کېده او د رسېدنې لپاره هېڅ بنسټ نه و. نه یوازې ځوان طالبان، حتی د هغوی ریشسفیدان هم راتلل او د زندان د خونې د کړکیو له شا ښځو ته زیان رساوه. هغوی په زور هر څه چې زړه یې غوښتل کول او موږ هېڅ نه شو کولای.»
رنګینه هم خپل روایت داسې بیانوي:
«نه سپینسرې ښځه او نه ځوانه نجلۍ؛ هېڅ یوه خوندي نه وه. شپې د زندان فضا له وېرې او بېپناهۍ سره مل وه. د ښځو د خوندیتوب لپاره هېڅ نظم یا جوړښت نه و. طالبانو ویل چې نجونو مو زړونه وهلي او باید له زړو او سپینسرو ښځو هم خوند واخلو؛ ځکه تجربه لري. هر وخت چې زړه یې غوښت، راتلل او پر هرې ښځې او نجلۍ چې دوی غوښتله، حتی د هغې د همخونو په وړاندې، جنسي تېری کاوه.»
دا ښځې وايي، د طالبانو زندانونه د اصلاح ځایونه نه دي، بلکې د ښځو د ځپلو، وېرولو او د هغوی د رواني او انساني امنیت د ماتولو پر چاپېریال بدل شوي دي.
دا روایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې تر دې مخکې هم د طالبانو په بندخونو کې د شکنجې، جنسي ځورونې، ناوړه چلند او د خپلواک څار د نشتوالي په اړه راپورونه خپاره شوي دي. طالبان ښځې د اجباري حجاب د نه مراعتولو، په اعتراضونو کې د ګډون، مدني فعالیتونو، «اخلاقي جرمونو» او حتی سوالګرۍ په تور نیسي. دا ډله دا نیونې «د شریعت پلي کول»، «د عفاف ساتنه» او د ښځو «اصلاح» بولي.
خو د خوشې شوو ښځو ورته روایتونه یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت، د ښځو د امنیت او د بندخونو د جوړښتونو د کړنو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
نړیوالو بشري حقونو بنسټونو څو ځله د طالبانو لهخوا د ښځو نیول خپلسري، له روڼ قضايي بهیر پرته او د ښځو د سیستماتیک ځپلو یوه برخه بللې ده.



