top of page

د افغان ښځو کډواله لوبډله د کریکت تور لپاره انګلستان ته ځي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 3 days ago
  • 2 min read
Photo: © Martin Keep / AFP / Getty Images
Photo: © Martin Keep / AFP / Getty Images

د انګلستان او وېلز کریکت بورډ اعلان کړی چې د افغانستان د ښځو کډواله لوبډله د روان کال په دوبي کې د یوې ورزشي دورې لپاره انګلستان ته ځي.


د انګلستان او وېلز کریکت بورډ د اعلان له مخې، دا تور د جون په ۲۲مه پیلېږي او افغان لوبغاړو ته به د تمرین او شل‌اووریزو سیالیو فرصتونه برابر کړي. دا لوبغاړې به همداراز په انګلستان کې د ښځو د ۲۰۶ کال شل‌اووریز نړیوال جام په پایلوبه کې هم حضور ولري.


د انګلستان او وېلز کریکت بورډ ویلي چې دا تور له فرهنګي او ورزشي پلوه اهمیت لري. د دې بنسټ په وینا، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول له ورزش او عامه ژوند څخه څنډې ته شوې دي.


د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ښځو د پخوانۍ ملي لوبډلې له ۲۰ څخه ډېرې غړې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو او په ورزش کې د ښځو د عملي ګډون له منع کېدو وروسته، په استرالیا کې په تبعید کې ژوند کوي. د افغانستان د ښځو منتخبې لوبډلې خپله لومړۍ رقابتي لوبه د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې په ملبورن کې ترسره کړه او د تېر کال په وروستیو کې په هند کې د ۵۰ اووره نړیوال جام هم‌مهاله هم حضور درلود.


د انګلستان او وېلز کریکت بورډ ویلي چې د انګلستان تور د دغو لوبغاړو د ورزشي مسیر د دوام او له نړیوال کریکت سره د هغوی د بیا نښلولو لپاره یو فرصت دی. دې بنسټ زیاته کړې چې کریکت مسوولیت لري د شمولیت او په ورزش کې د برابر فرصت ملاتړ وکړي.


کلر کانر، د انګلستان او وېلز کریکت بورډ اجرائیوي مرستیاله او د انګلستان د ښځو کریکت اجرائیوي مشره، ویلي چې دغو لوبغاړو له افغانستانه تر بې‌ځایه کېدو وروسته، په سختو شرایطو کې خپل ورزشي مسیر ته دوام ورکړی دی. هغې زیاته کړې چې د دې لوبډلې کوربتوب په ورزش کې د ښځو د حضور د ملاتړ لپاره د دې بنسټ د هڅو یوه برخه ده.


مل جونز، د «It’s Game On» بنسټ له مسوولانو څخه، ویلي چې دا تور یو مهم ګام دی، خو ښيي چې لا هم ډېر کارونه پاتې دي. هغې ویلي چې دغو لوبغاړو، سره له هغه څه چې ترې اخیستل شوي، خپل جرأت او کریکت ته ژمنتیا ساتلې او باید د نړیوالې کریکت ټولنې د یوې برخې په توګه په رسمیت وپېژندل شي.


د کریکت نړیوالې شورا د تېر کال په اپرېل کې د افغانستان د بې‌ځایه شوو ښځینه لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړه. دې بنسټ د انګلستان د کریکت بورډ، کرکټ استرالیا او د هند د کریکت بورډ په همکارۍ، د دغو لوبغاړو د ملاتړ لپاره ځانګړی مالي صندوق ټاکلی دی.

 
 
bottom of page