top of page

خالده پوپل د نړۍ د ورزش د ۱۰۰ اغېزناکو څېرو په فهرست کې شامله شوه

  • Maryam Naiby
  • 3 days ago
  • 2 min read
Photo: © Jennifer Gauthier / Reuters
Photo: © Jennifer Gauthier / Reuters

ټایم مجلې خالده پوپل، د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانه، د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د ورزش د ۱۰۰ اغېزناکو څېرو په فهرست کې شامله کړې ده.


دا فهرست د سه‌شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۹مه) د «TIME100 Sports 2026» تر عنوان لاندې خپور شو. ټایم له خالده پوپل څخه د افغانستان د ښځو د فوټبال د مهمې څېرې او په ورزش کې د افغان ښځو د حضور د مدافعې په توګه یادونه کړې ده.


ټایم مجلې لیکلي چې مېرمن پوپل په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د ښځو د لومړنۍ ملي فوټبال لوبډلې له بنسټ‌اېښوونکو غړو څخه وه. هغه د دې لوبډلې کپتانه وه او له میدان څخه بهر یې هم د نجونو د ورزش او فوټبال لپاره دادغوښتنه کوله.


د دې مجلې د لیکنې له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو ورزش له منځه ولاړ. ډېری ښځینه لوبغاړې، د خالده پوپل په ګډون، اړې شوې چې افغانستان پرېږدي.


ټایم لیکلي چې مېرمن پوپل اوس په ډنمارک کې ژوند کوي. هغه د «افغان وومن یونایټډ» لوبډلې په تنظیم کې رول لري؛ هغه لوبډله چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له افغان کډوالو ښځو جوړه شوې ده.


د ټایم د راپور له مخې، خالده پوپل همداراز د دې لوبډلې د فیفا له‌خوا د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې کړې دي. دا لوبډله د اپرېل په میاشت کې د فیفا له‌خوا په رسمیت وپېژندل شوه او اوس کولای شي په نړیوالو سیالیو کې، د ۲۰۲۸ کال د دوبي المپیک د غوراوي پړاوونو په ګډون، ګډون وکړي.


د یادونې وړ ده چې خالده پوپل په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ښځو د ورزش او دادغوښتنې له پېژندل شوو څېرو څخه په نړۍ کې ګرځېدلې ده. هغې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان ښځینه لوبغاړو د ملاتړ او په فوټبال کې د هغوی د حضور د دوام لپاره هم دادغوښتنه کړې ده.


دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو پر ورزش، زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګولي دي. په افغانستان کې له ورزش څخه د ښځو حذف د دې لامل شوی چې یو شمېر افغان ښځینه ورزشکارانې له تبعید څخه د خپل فعالیت د دوام او د افغانستان د ښځو د استازیتوب لپاره هڅې وکړي.

 
 
bottom of page