د اروپايي پارلمان غړې: د طالبانو جزايي اصولنامه د جنسیتي آپارتاید او د ښځو غلامي رسمي کوي
- Zan News

- 3 days ago
- 1 min read

د اروپايي پارلمان غړې هانا نویمان ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو جزايي اصولنامه «د ښځو او نجونو پر وړاندې جنسیتي آپارتاید او عملي غلامي تدوینوي».
نویمان دا څرګندونې په ټولنیزه شبکه اېکس کې په یوه پیغام کې کړې دي.
هغې زیاته کړې چې د طالبانو د جنایتونو په اړه حساب ورکول ځنډېدلي دي او ټینګار یې کړی چې «له طالبانو سره هېڅ ډول عاديسازي» باید ونه شي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د محاکمو جزايي اصولنامه، چې تازه د دې ډلې د مشر له لوري توشیح شوې ده، د منتقدانو په وینا داسې مقررات لري چې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی محدود تعریفوي او پراخ جنسیتي او مذهبي تبعیضونه رسمي کوي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د دې اصولنامې پر وړاندې نیوکو ته په غبرګون کې ویلي چې د دې ډلې د جزايي اصولنامې پر وړاندې اعتراض «شرعاً جرم» دی او معترض کسان به تر تعقیب لاندې ونیول شي. دغه وزارت ویلي چې د طالبانو قوانین د قرآن، سنت او حنفي فقهې پر بنسټ تدوین شوي او پر هغو اعتراض، پر شریعت اعتراض ګڼل کېږي.



