د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ: د طالبانو واکمني ولسي مشروعیت نه لري
- Maryam Naiby
- Aug 6
- 2 min read

د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې له ملګرو ملتونو، دولتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د حقونو د نقض پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د وګړو د اساسي حقونو له تضمین پرته له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي.
د دغه غورځنګ غړو په کابل او اسلاماباد کې د اعتراضي حرکتونو په ترسره کولو سره د طالبانو واکمني له ولسي مشروعیت څخه بېبرخې بللې او ویلي یې دي چې دغې ډلې د اساسي ازادیو په ځپلو، له ښوونیزو، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ډګرونو څخه د ښځو په حذفولو او د جنسیتي تبعیض په تحمیلولو، افغانستان د میلیونونو وګړو لپاره په «لوی زندان» بدل کړی دی.
د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ غوښتنه کړې چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د «جنسیتي اپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژندل شي او د دغو تګلارو عاملان په نړیوالو بنسټونو کې تر حقوقي تعقیب لاندې ونیول شي.
دغه غورځنګ د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، سیاسي ګډون، د بیان ازادۍ، د تګ راتګ ازادۍ او برابر ژوند پر حق هم ټینګار کړی او پر هغوی د لګول شویو ټولو محدودیتونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د دغه غورځنګ غړو ویلي، هېڅ ټولنه د ښځو له ګډون او بشري حقونو ته له درناوي پرته روښانه راتلونکی نه شي لرلای. هغوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د حقونو د عملي ملاتړ لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ د افغانستان د ښځو مقاومت د هیلې او زړورتیا نښه بللې او ویلي یې دي، د هغو ښځو غږ چې په واټونو، کورونو، زندانونو او جلاوطنۍ کې یې د ازادۍ لپاره مبارزه کړې، نه به چوپېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست په ۱۵مه، واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو پنځه کاله پوره کېږي. هغه پنځه کاله چې ښځې او نجونې پکې په پراخه کچه له زدهکړو، کار، د تګ راتګ له ازادۍ او په عامه ژوند کې له حضور څخه محرومې شوې دي. نړیوالو بنسټونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه لغوه کړي، خو دغې ډلې د شریعت د پلي کولو په ادعا، تر اوسه د دغو تګلارو د پای ته رسولو لپاره هېڅ اغېزمن اقدام نه دی کړی.






