د افغانستان د ښځو د حرکت شبکې له طالبانو سره د اړیکو په اړه د عایشه وهاب دریځ وغانده
- Zan News

- 1 hour ago
- 3 min read

د افغانستان د ښځو د حرکت شبکې د امریکا کانګرس افغانالاصله منتخبې استازې عایشه وهاب هغه څرګندونې غندلې چې ویلي یې وو، له افغانستان سره باید «پر دې له پام پرته چې کومه ډله په واک کې ده» ډیپلوماسي او اړیکې دوام وکړي. دغې شبکې ویلي، په اوسنیو شرایطو کې له طالبانو سره د رسمي اړیکو پر لور حرکت د ښځو د ځپلو د عادي کولو لامل کېږي.
د دې شبکې غړو د یوه پرېکړهلیک په خپرولو او د یوه اعتراضي حرکت په ترسره کولو سره ویلي، له طالبانو سره د رسمي اړیکو پر لور هر ډول حرکت، د ښځو د حقونو په وضعیت کې له بدلون پرته، دغې ډلې ته سیاسي اعتبار ورکوي.
د دې شبکې په پرېکړهلیک کې راغلي: «افغانالاصله والی د افغانستان د ښځو د استازولۍ امتیاز نه دی، او سیاسي مقام د هغوی پر درد د معاملې اجازه نه ده.»
د افغانستان د ښځو د حرکت شبکې غړو ویلي، د وهاب دریځ د افغانستان د ښځو د نظر استازیتوب نه کوي او ټینګار یې کړی چې یوازې افغانالاصله والی هېچا ته دا صلاحیت نه ورکوي چې د دې هېواد د ښځو په استازیتوب خبرې وکړي.
دغې شبکې دا هم ویلي چې عایشه وهاب کلونه په افغانستان کې ژوند نه دی کړی او د هغو ښځو مستقیمه تجربه نه لري چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د زدهکړو او کار له بندیز، د تګ راتګ له محدودیتونو او د اعتراضونو له ځپلو سره مخ دي.
د پرېکړهلیک په یوه برخه کې وهاب ته خطاب شوی: «ته حق لرې خپل سیاسي نظر ولرې، خو حق نه لرې هغه د افغانستان د ښځو په نوم وپلورې.»
د افغانستان د ښځو د حرکت شبکې په اوسنیو شرایطو کې له طالبانو سره رسمي اړیکې «د ځپنې عادي کول» او دغې ډلې ته د سیاسي امتیاز ورکول بللي او ویلي یې دي، د هغو هڅو پر وړاندې به چوپه پاتې نه شي چې د دې شبکې د غړو په باور د طالبانو د مشروعیت سبب کېږي.
دا غبرګون وروسته له هغه څرګند شوی چې عایشه وهاب د دوشنبې په ورځ، د اګست په ۲۴مه، له «Democracy Now!» پروګرام سره په مرکه کې څرګندونې وکړې. وهاب پر ښځو او نجونو د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه وکړه او ویې ویل، د هغوی د زدهکړو او عادي ژوند مخنیوی د افغانستان د راتلونکې لپاره «ناورینزېږوونکی» کېدای شي.
خو هغې په ورته وخت کې وویل، متحده ایالات باید ډیپلوماسي تعقیب کړي او «پر دې له پام پرته چې کومه ډله په واک کې ده»، له افغانستان سره اړیکې ولري. وهاب وویل، دا ډول تعامل د افغانستان واکمنان د بشري حقونو، د ښځو حقونو او مدني حقونو رعایت ته د هڅولو لپاره کارېدلی شي. هغې همدارنګه د اقتصادي همکاریو او د افغانستان له سرچینو سره تړلو قراردادونو په اړه هم خبرې وکړې.
دا غبرګون په داسې شرایطو کې مطرح کېږي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې ښځې او نجونې له منځنیو زدهکړو او پوهنتونونو محرومې کړې او د کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د هغوی پر حضور یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د وهاب د څرګندونو منتقدان وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستان سره د ډیپلوماسۍ د دوام او اړیکو پر لرلو د هغې ټینګار د اندېښنې وړ دی او دا ډول تګلاره، د ښځو د حقونو لپاره له مشخص تضمین پرته، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لامل کېدای شي.






