د افغانستان ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال، برونو لومارکیس، خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمېدو په دغه هېواد کې شاوخوا ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
هغه د جمعې په ورځ د (نومبر په ۶مه) د ملګرو ملتونو په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه مرکزونه د افغانستان د لومړنیو روغتیايي خدمتونو شاوخوا ۴۰ سلنه مرکزونه جوړوي او د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د نړیوالو مرستو د بودجې د کمېدو له امله د تړل کېدو له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په وینا، له افغانستان سره د بشري مرستو بودجه په ۲۰۲۳ کال کې له دوو میلیارده ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې او په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه یوازې شاوخوا ۵۷۰ میلیونه ډالره ترلاسه شوي دي.
لومارکیس همدارنګه خبرداری ورکړی چې پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو زدهکړو، کار او په عامه ژوند کې ګډون ته د هغوی لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
هغه زیاته کړې چې د بشري مرستو کمېدل، د اقتصادي اړتیاوو له زیاتېدو او د میلیونونو کډوالو له ستنېدو سره یوځای، پر عامه خدمتونو او زیانمنونکو کورنیو لا ډېر فشار راوړي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او د دغه هېواد له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.






