top of page

په پاکستان کې د نجونو د واده پر قانوني عمر د ماشومانو د حقونو د دوو فعالانو اعتراض

Tamanna Mohammadi
5 days ago
1 min read
Exterior view of the Peshawar High Court building in Pakistan, showing its main entrance, stone steps, tall windows, and two flags above the building.
Photo: Peshawar High Court (PHC) website / File

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دوو تنکیو نجونو فعالانو د پېښور سترې محکمې ته په مراجعه کولو سره غوښتنه کړې چې د نجونو د واده قانوني عمر له ۱۶ کلونو څخه ۱۸ کلونو ته لوړ شي.


مهام نفیس او لینا قمر په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ماشومانو د ودونو د قانون د اصلاح لپاره ګډه عریضه وړاندې کړې ده.


د دغه ایالت د اوسني قانون له مخې، د نجونو د واده لږ تر لږه عمر ۱۶ کاله او د هلکانو لپاره ۱۸ کاله ټاکل شوی دی.


د ډان ورځپاڼې د یکشنبې ورځې د (نومبر د ۸مې) د راپور له مخې، خیبر پښتونخوا د پاکستان یوازینی ایالت دی چې د ماشومانو د ودونو په عمومي قانون کې یې د نجونو لپاره د واده عمر ۱۶ کاله ساتلی دی. په داسې حال کې چې په سند، پنجاب او بلوچستان ایالتونو او همدارنګه اسلام‌آباد کې د نجونو او هلکانو لپاره د واده لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی دی.


د ماشومانو د حقونو دغه دوه فعالانې په دې باور دي چې د نجونو او هلکانو لپاره د واده د بېلابېل عمر ټاکل د برابرۍ، انساني کرامت او له ماشومانو د قانوني ملاتړ له اصولو سره په ټکر کې دي.


هغوی له محکمې غوښتي چې د دې قانون د اصلاح او د نجونو د واده د لږ تر لږه عمر ۱۸ کلونو ته د لوړولو زمینه برابره کړي.


دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د ماشومانو ودونه لا هم په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

 
 
bottom of page