په بلخ کې ۵۰ کروندګرو ښځو ته د عاید ترلاسه کولو فرصت برابر شو

د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې یې ۵۰ کروندګرو ښځو ته لمریز وچوونکي وسایل برابر کړي او د دغو وسایلو د کارولو لپاره یې اړینې روزنې ورکړې دي.
دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ د (لړم په ۱۷مه) ویلي چې دا پروګرام د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا، د عاید ترلاسه کولو د فرصتونو د زیاتولو او له سیمهییزو کرنیزو محصولاتو څخه د غوره ګټې اخیستنې په موخه پیل شوی دی.
د سره صلیب د معلوماتو له مخې، په دې پروګرام کې ګډون کوونکې ښځې کولای شي د لمریزو وچوونکو په کارولو سره خپل کرنیز محصولات وچ کړي او د ساتلو او پلورلو لپاره یې چمتو کړي. دا طریقه له هغوی سره مرسته کوي چې خپل تولید شوي محصولات پروسس کړي او د یوې برخې د ضایع کېدو مخه یې ونیسي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې روزل شوې ښځې اوس خپل وچ شوي محصولات په مزارشریف کې د وچو مېوو په یوه نندارتون کې وړاندې کوي او د پلور له لارې یې عاید ترلاسه کوي.
د دا ډول فرصتونو رامنځته کول په داسې شرایطو کې اهمیت لري چې کاري او اقتصادي محدودیتونو د افغانستان د ډېرو ښځو لپاره د فعالیت او مالي خپلواکۍ ترلاسه کول ستونزمن کړي دي. له کروندګرو ښځو ملاتړ کولای شي د هغوی د اقتصادي وړتیا په زیاتولو، د کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو او د کوچنیو تولیدي فعالیتونو په پراختیا کې مرسته وکړي.






