top of page

د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې د افغان‌الاصله سیاستوالې عایشه وهاب مخکښوالی

Writer: Zan News
Zan News
Nov 5
2 min read
Source: @aishabbwahab/X
Source: @aishabbwahab/X

افغان‌الاصله امریکایۍ سیاستواله عایشه وهاب، چې د امریکا کانګرس ته لومړنۍ افغان‌الاصله ښځه ده، د دغه هېواد د استازو جرګې په تازه ټاکنو کې د کالیفرنیا په ایالت کې مخکښه ده او د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره سیالي کوي.


د سه‌شنبې ورځې د (نوامبر د ۳مې) د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې، وهاب د کالیفرنیا په ۱۴مه ټاکنیزه حوزه کې ۵۶.۵ سلنه رایې ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې سیالې یې، ملیسا هرناندز، ۴۳.۵ سلنه رایې ګټلې دي.


وهاب د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۴مه، خپله بریا اعلان کړې ده، خو سیالې یې ویلي چې د پاتې رایو د شمېرلو تر پای ته رسېدو پورې ماتې نه مني. د ټاکنو وروستۍ پایلې لا نه دي تایید شوې.


عایشه وهاب تر دې وړاندې د ۲۰۲۶ کال د اګست میاشتې په ځانګړو ټاکنو کې د ۵۳.۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریا خپله کړه او د سپټمبر په ۲مه، د لومړنۍ افغان‌الاصله کس په توګه د امریکا د استازو جرګې ته لار وموندله.


وهاب، چې په امریکا کې په یوې افغانې کورنۍ کې زېږېدلې، خپل سیاسي فعالیت یې په ۲۰۱۸ کال کې د هېوارډ ښاروالۍ شورا په ټاکنو کې له بریا سره پیل کړ. هغې په ۲۰۲۲ کال کې هم د لومړنۍ افغان‌الاصله ښځې په توګه د کالیفرنیا ایالتي سنا جرګې ته لار وموندله.


دې افغان‌الاصله سیاستوالې په خپلو سیاسي فعالیتونو کې د ښځو پر حقونو، د زیان‌منونکو کورنیو پر ملاتړ، روغتیايي خدمتونو او کورونو برابرولو تمرکز کړی دی.


د کانګرس په ټاکنو کې د وهاب یو ځل بیا مخکښوالی په امریکا کې د هغې د سیاسي پرمختګ تر ټولو وروستی پړاو دی؛ هغه لاره چې د ښاروالۍ شورا له غړیتوب څخه پیل شوه او د امریکا د قانون جوړونې یوه مهم بنسټ ته تر رسېدو پورې وغځېده.

 
 
bottom of page