د امیندوارۍ ضد ګولیو بندیز؛ افغان ښځې پرلهپسې زېږونونو ته اړې شوې
- Ariahn Raya
- 53 minutes ago
- 2 min read

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښځې وايي چې په افغانستان کې د امیندوارۍ د مخنیوي د درملو د پلور د بندیز په اړه د طالبانو پرېکړې پر کورنیو سخت فشار راوستی او ښځې یې په عملي ډول پرلهپسې ماشوم زېږولو ته اړې کړې دي.
د دې پالیسۍ منتقدان وايي چې طالبانو په دې اقدام سره نه یوازې د خلکو خصوصي ژوند په نښه کړی، بلکې د میندو او ماشومانو روغتیا او خوندیتوب یې هم له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
ثریا نبيزاده، د جوزجان ولایت اوسېدونکې او د شپږو ماشومانو مور، د طالبانو د دې پرېکړې پر ضد د زننیوز سره په خبرو کې وايي:
«ماشوم د خدای نعمت دی، خو چې آن ډوډۍ او کالي نه لرو، ماشوم راوړل یوازې ظلم دی. اوس طالبان آن دا اجازه هم نه راکوي چې د خپلې کورنۍ د تنظیم لپاره درمل واخلو. زموږ ژوند اسارت شوی او نور د خپلو اولادونو په اړه د پرېکړې حق نه لرو.»
نجلا، د بلخ ولایت یوه بله ښځه، هم د طالبانو دا پرېکړه د کورنیو په شخصي چارو او حریم کې لاسوهنه بولي او وايي: «د امیندوارۍ ضد ګولۍ نور نه پلورل کېږي. سمه ده چې ماشوم نعمت دی، خو موږ پرلهپسې زېږونونو ته اړ کول ستړي او بېوسه کړي یو. طالبان زموږ ژوند ورانوي.»
په همدې حال کې، د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصان هم د دې پالیسۍ د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
هدیه مبشر، په کابل کې د نسایي ناروغیو متخصصه، د زننیوز سره په خبرو کې وايي چې پرلهپسې ماشوم زېږونه کولی شي د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړي او همداراز په کورنیو کې د ناروغیو د خپرېدو لامل شي.
هغې زیاته کړې: «هغه میندې چې هر کال ماشوم زېږوي، خپل ژوند او روغتیا له خطر سره مخ کوي او ماشومان یې له خوارځواکۍ او ناروغیو سره اخته کېږي. د طالبانو دا لارښوونه د ښځو ورو ورو وژل او پر کورنیو غیرانساني فشار تپل دي. د میندو د انتخاب حق ترې اخیستل شوی دی.»
په دې حال کې، کارپوهان وايي چې د امیندوارۍ ضد درملو د پلور بندیز د طالبانو له لوري د خلکو د خصوصي ژوند د بشپړ کنټرول او پر کورنیو د فشار راوستلو بله بېلګه ده، هغه اقدام چې د بشري حقونو او د ښځو د ازادۍ ښکاره نقض او د ټولنې د روغتیا لپاره مستقیم ګواښ بلل کېږي.



