د بدخشان د خوارځواکۍ مرګونی بحران؛ هر درې ورځې يو ماشوم مري
- Zan News
- Oct 7
- 1 min read

اسکاینيوز راپور ورکړی چې د بدخشان ولايت د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران تر هغه کچې رسېدلی، چې هر درې ورځې يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، چې د سهشنبې په ورځ (۱۵ تله) خپور شوی، يوازې د بدخشان په دولتي روغتون کې له روان کال راهيسې تر اوسه ۵۳ ماشومان مړه شوي دي. دا شمېر د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زياتوالی ښيي.
د بدخشان د دولتي روغتون ډاکټران خبرداری ورکوي چې د ماشومانو د مړينې کچه په چټکۍ سره لوړېږي.
اسکاینيوز د ملګرو ملتونو د ادارو له قوله وايي، د افغانستان د تغذيې وضعيت لا خراب شوی او ۴،۷ ميليونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ د عاجلې درملنې اړتيا لري. د راپور له مخې، ۹۰ سلنه هغه ماشومان چې عمر يې له پنځو کلونو ټيټ دی، له غذایي فقر سره ژوند کوي.
د يونيسف وياند ډانييل تيمه ويلي:
«په افغانستان کې د ماشومانو د تغذيې وضعيت ډېر بحراني دی. له درې نيمو ميليونو زيات ماشومان چې عمرونه يې تر پنځو کلونو ټيټ دي، له شديدې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې له دې جملې څخه ۱،۴ ميليونه ماشومان د خطرناکې کموزنۍ له امله له مړينې سره مخ دي.»
دا په داسې حال کې ده چې نن طالبانو هم په پنجشېر ولايت کې منلې، نږدې شپږ زره ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي؛ يو څرګند نښه چې د لوږې بحران په ټول هېواد کې په پراخېدو دی.