top of page

د بریتانیا د ځانګړي استازي لیدنه له افغان ښځو مشرانو سره په لندن کې

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 6 days ago
  • 1 min read
Photo: RLindsayUK/X
Photo: RLindsayUK/X

ریچارډ لنډزي، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ویلي چې هغه د ښځو او نجونو د چارو لپاره د بریتانیا له ځانګړې استازې، هيريت هارمن، سره يو ځای په لندن کې له يو شمېر افغان ښځينه مشرانو او فعالانو سره ليدلي دي.


لنډزي د جمعې په ورځ (۱۰ اکتوبر) په خپل ایکس‌پاڼې کې لیکلي چې دا خبرې‌اترې «رغنده او مهمې» وې او د افغان ښځينه مشرانو نظرونه يې «پياوړي او بېړني» بللي دي.


د هغه په وينا، دا ناسته د دې پر څرنګوالي متمرکزه وه چې څنګه د افغان ښځو د حقونو، مشرتابه او ګډون ملاتړ وشي.


دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان ښځې لا هم د طالبانو تر پراخې سرکوب او تبعیض لاندې له زده‌کړې، کار او ټولنيز حضور څخه محرومې دي. بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول بريتانيا، څو ځلې د افغان ښځو د بنسټيزو حقونو د بېرته ورکړې غوښتنه کړې، خو د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ وروسته، دا غوښتنې لا هم بې‌ځوابه پاتې دي.

 
 
bottom of page