د بشري حقونو د فعالانو اتحاد: طالبان غواړي خلک د انټرنېټ په بندولو کې په تیاره او انزوا کې وساتي
- Zan News

- Sep 18, 2025
- 2 min read

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د انټرنېټ د پراخو خدمتونو بندېدل په کلکه غندلي او هغه یې «د بیان ازادۍ، د معلوماتو د لاسرسي او د خلکو پر بنسټیز حق چې له نړيوالې نړۍ سره اړیکه ولري، مستقیم برید» بللې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په یوویشتمه پېړۍ کې انټرنېټ د زدهکړې، کار، سوداګرۍ، روغتیایي خدمتونو او مدني فعالیتونو لپاره یو حیاتي شریان دی او طالبان د دې شریان په بندولو سره هڅه کوي چې «خلک په تیاره او انزوا کې وساتي او د حقیقت غږ خاموش کړي.»
دغه حقوقي بنسټ ټینګار کړی چې د انټرنېټ بندېدل په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره چې یوازې د انلاین زدهکړې له لارې یې د تحصیل دوام ممکن و، «د پوهې پر تابوت وروستی مېخ» او د طالبانو د ښځېدښمنۍ څرګند نښه ده.
د بشري حقونو د فعالانو اتحاد طالبان «یوه ترهګره ډله او د بشري حقونو منظم ناقضان» بللي او خبرداری یې ورکړی چې د میلیونونو انسانانو له انټرنېټ څخه بېبرخې کول، د کاروبارونو فلج کول او د رسنیو او مدني بنسټونو خاموشول «د هر ډول ازاد فکر او مدني مقاومت د له منځه وړلو ښکاره هڅه» ده.
په دې خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا، د نړيوالې مخابراتي اتحاديې او د بیان د آزادۍ له مدافع بنسټونو غوښتنه شوې چې طالبان دې د دې «ډیجیټلي سرکوب» د عاملانو په توګه ځواب ویونکي وګرځوي او پر هغوی دې د دیپلوماتیکو، سیاسي او حقوقي فشارونو له لارې انټرنېټ ته د عاجلې بېرته لاسرسي لپاره اقدام وکړي.
په خبرپاڼه کې زیات شوي: «انټرنېټ د هر وګړي بنسټیز حق دی، نه هغه امتیاز چې د یوې ترهګري ډلې له لوري ورکړل او یا واخیستل شي. نړۍ باید اجازه ور نه کړي چې طالبان د انټرنېټ په بندولو افغانستان په یوه چوپ زندان بدل کړي.»



