د بشري حقونو د فعالانو اتحاد: په هرات کې د ښځو نیول نه د قانون پلي کول دي او نه د عامه نظم ټینګول
- Zan News

- 4 hours ago
- 2 min read

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد په هرات کې د طالبانو لهخوا د ښځو د نیولو د دوام په غبرګون کې وایي، هېڅ ټولنه د ښځو په زنداني کولو، د نجونو په چوپولو او پر کورنیو د وېرې په حاکمولو ثبات، عدالت یا مشروعیت ته نه رسېږي.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۸مه) د جامو د ډول له امله د ښځو نیول د هغوی د فردي ازادۍ، انساني کرامت او بنسټیزو حقونو ښکاره نقض بللی دی.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، د خلکو په وړاندې له موټرو څخه د ښځو راکښته کول، نامعلومو ځایونو ته په زور لېږدول او په ښار کې د وېرې فضا رامنځته کول، نه د قانون پلي کول دي او نه د عامه نظم ټینګول.
د بشري حقونو د فعالانو اتحاد وایي، هغه څه چې په هرات کې روان دي، یوازې د جامو محدودیت نه دی، بلکې د ښځو د کنټرول، سپکاوي او له ټولنیز ژوند څخه د هغوی د حذفولو لپاره د یوه سازمان شوي نظام برخه ده.
د دغه بنسټ په وینا، د جامو له امله د ښځو نیول، له زدهکړو، کار، ټولنیز ګډون او د تګ راتګ له ازادۍ څخه د هغوی د محرومیت ترڅنګ، ښيي چې طالبانو ښځې په دویمه درجه وګړو بدلې کړې دي.
د بشري حقونو د فعالانو اتحاد د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند د هغوی د سپکاوي، تښتولو، د واک د سلبولو او له ښځو سره د ابزاري چلند د تاریخي بېلګو دوام بللی دی.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې طالبان یوه «ترهګره، ناقانونه او له حقوقي مشروعیت څخه بېبرخې» ډله ګڼي او د ښځو پر وړاندې ټولې خپلسرې نیونې، ځپل او لګول شوي محدودیتونه د بشري حقونو، نړیوالو قوانینو او انساني کرامت له اصولو سره په ټکر کې بولي.
د بشري حقونو د فعالانو اتحاد له ملګرو ملتونو، ځانګړو راپور ورکوونکو، د بشري حقونو له بنسټونو، د ډیموکراتیکو ارزښتونو ملاتړو دولتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو د نیولو او ځپلو د دوام پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د ښځو د ځپلو پر وړاندې چوپتیا، د بېعدالتۍ د پراخېدو او د بشري ناورینونو د تکرار لپاره لاره هواروي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د چهارشنبې په ماښام (د زمري په ۷مه) د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه پنځه مانتو اغوستونکې ښځې نیولې دي.
د شاهدانو د روایتونو پر بنسټ، طالبانو یوه له دغو ښځو څخه د هغې د مېړه له موټر څخه راکښته کړې او په زور یې له ځان سره وړې ده.
د جامو د ډول له امله د ښځو نیولو تر دې وړاندې هم په هرات کې اعتراضونه راپارولي وو. طالبانو د جبرییل د اوسېدونکو اعتراضونه په ډزو وځپل چې په پایله کې یې لږ تر لږه دوه تنکي ځوانان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.






