top of page

د بشري حقونو د څار سازمان له طالبانو پر وړاندې د دولتونو د فشار غوښتنه وکړه

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Feb 4
  • 2 min read

Photo: Ebrahim Noroozi/AP Photo
Photo: Ebrahim Noroozi/AP Photo

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له لوري د افغانستان د ښځو او نجونو ځپل زیات شوي او په ورته وخت کې په هېواد کې بشري بحران هم لا خراب شوی دی.


د بشري حقونو د څار سازمان دغه راپور د چهارشنبې په ورځ (۱۵ سلواغه) خپور کړی دی.


په راپور کې ویل شوي چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو او نجونو پر ژوند لا سخت محدودیتونه لګولي او بشري بحران د بهرنیو مرستو د کمېدو او د میلیونونو کډوالو د جبري بېرته ستنېدو له امله لا پسې وخیم شوی دی.


فرشته عباسي، د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکې، ویلي چې دولتونه باید طالبان د «وحشتناکو ناوړه استفادو» د پای ته رسولو لپاره تر فشار لاندې راولي او په ورته وخت کې د افغان کډوالو ملاتړ او بشري مرستې پراخې کړي.


د هغې په وینا، د طالبانو پرله‌پسې ځپنه باید دولتونه دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د جدي جنایتونو مسوولان حساب ته راکاږي.


په راپور کې دا هم ویل شوي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو ډېر کسان د خوړو د ناامنۍ له خطر سره مخ وو او ښځې او نجونې په نامتناسب ډول زیانمنې شوې دي.


د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې هېڅ هېواد باید هغه افغانان چې د ځورونې یا د ژوند له ګواښ سره مخ دي، په زور بېرته ونه لېږي، او له د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان په اړه د یوه نوي څېړنیز میکانېزم د جوړولو او مالي ملاتړ وکړي.


دغه موندنې د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۶ کال د نړیوال راپور په چوکاټ کې خپرې شوې دي.

 
 
bottom of page