د بېوزلو ډوډۍ د طالبانو د خپلوانو پر دسترخوان؟ له بشري مرستو د محرومو ښځو کیسې

د شفیقې هره شپه له یوې همېشنۍ اندېښنې سره پای ته رسېږي، سبا به یې ماشومانو ته څه راوړي؟
په هغه کور کې چې دسترخوان یې له ډوډۍ تش دی، د بشري مرستو ژمنې ورته تر دې چې په رښتیا یې کور ته ورسېږي، د یوې لرې هیلې په څېر ښکاري.
شفیقه، د زابل ولایت یوه بېسرپرسته ښځه، وایي چې څو ځله یې خپلې سیمې ته د بشري مرستو د رسېدو شاهدي ورکړې، خو هغې او ډېرو نورو اړمنو ښځو له دغو مرستو هېڅ برخه نه ده ترلاسه کړې.
هغې زننیوز ته وویل: «زموږ پر دسترخوان ډوډۍ نشته. زموږ کلي ته یې مرستې راوړې او ویې ویل، د چا چې د جمهوریت پر ضد په جهاد کې څوک شهید شوی وي، مرسته ورسره کوو. ما ډېرې نارې ووهلې، خو له ما سره یې مرسته ونه کړه.»
شفیقه یوازې نه ده. د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر کونډې او د کورنیو سرپرستې ښځې وایي، په داسې حال کې چې له بېوزلۍ، لوږې او وزګارتیا سره مبارزه کوي، د اړمنو کورنیو لپاره ځانګړې شوې مرستې دوی ته نه رسېږي.
نادیه، د بغلان ولایت اوسېدونکې، وایي: «زما په څېر سلګونه کونډې او د کورنیو نفقه برابروونکې ښځې له مرستو محرومې شوې دي. زموږ نومونه لیکي، خو طالبان مرستې خپلو قومیانو او خپلوانو ته ورکوي.»
په کندز کې هم د دغه ولایت اوسېدونکې زلیخا ورته کیسه لري. هغه وایي، په روان کال کې یې څو ځله خپلې سیمې ته د بشري مرستو د رسېدو شاهدي ورکړې، خو حتی یو ځل هم له دغو مرستو نه ده برخمنه شوې.
زلیخا وایي: «په همدې کال کې یې زموږ سیمې ته تر لسو ځلو ډېرې مرستې راوړې، خو یو ځل یې هم له ما سره مرسته ونه کړه. ویل یې چې دا مرستې تاسو ته نه رسېږي. زما نوم او تذکره یې ثبت کړل، خو مرستې خپله خوري.»
د شفیقې، نادیې او زلیخا په څېر ښځو لپاره بشري مرستې یوازې د خوراکي توکو یوه بسته یا یو څه پیسې نه دي. کله ناکله همدا مرستې د یوې کورنۍ د څو ورځو خواړه، د یوه ماشوم د درملنې لګښت یا د یوې مور او د هغې د ماشومانو د شپې ډوډۍ برابرولای شي. خو دوی وایي، حتی کله چې مرستې یې کلیو ته رسېږي، د مرستو د ترلاسه کوونکو د ټاکلو د څرنګوالي له امله ترې بېبرخې پاتې کېږي.
دا کیسې په داسې حال کې بیانېږي چې افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو پراخو بشري بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی او میلیونونه کسان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
زننیوز د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره له یو شمېر سیمهییزو سرچینو او هغو کسانو سره خبرې کړې چې د بشري مرستو د سروې او وېش په بهیر کې یې کار کړی دی.
له دغو سرچینو څخه یوه، چې د امنیتي اندېښنو له امله د «ثاقب» په مستعار نوم معرفي کېږي، د یوه نړیوال بنسټ د سروې او مرستو د وېش برخې کارکوونکی دی.
هغه وایي، د مرستو رسولو پر بهیر د طالبانو فشار یوازې د مرستو د وېش پر مهال نه پیلېږي، بلکې کله ناکله د پروژې د پلي کېدو د ځای د ټاکلو او د مرستو د ترلاسه کوونکو د نوملړ د جوړولو له پړاو څخه موجود وي.
ثاقب زننیوز ته وایي: «طالبان په فراه کې وایي، تاسو هغه وخت خپله پروژه پلي کولای شئ چې زموږ په سیمو کې پلې شي او زموږ ډېری خپلوان د مرستو په نوملړ کې شامل شي.»
د هغه په وینا، له دغو غوښتنو سره مخالفت کولای شي د پروژې د درول کېدو یا د مرستندویه بنسټونو د فعالیت د مخنیوي لامل شي.
هغه له ایرانه د راستنو شویو کډوالو لپاره د مرستو رسولو یوه ځانګړې پېښه یادوي او وایي: «موږ له ایرانه د راستنو شویو کډوالو لپاره د مرستو د وېش پروګرام درلود، خو طالبانو اجازه رانه کړه چې دا مرستې د فارسي ژبو په یوه ولسوالۍ کې ووېشو. ویې ویل، دا مرستې باید د پشترود ولسوالۍ پر خلکو ووېشئ. کله چې موږ غوښتل مخالفت وکړو، ویې ویل پروژه دروو، نو اړ شوو چې د طالبانو له غوښتنې سره سم مخته ولاړ شو.»
له هرات څخه هم ورته روایتونه زننیوز ته رسېدلي دي.
باخبره سرچینې وایي، د مرستو رسولو په یوه وروستي پروګرام کې ټاکل شوې وه چې له ایران او پاکستان څخه ۳۲۱ راستنو شویو کورنیو ته بشري مرستې ووېشل شي، خو د هغوی په وینا، د مرستو ترلاسه کوونکو ډېری کسان د طالبانو له اړوندو کسانو او د هغوی له کورنیو او خپلوانو څخه وو.
یوه باخبره سرچینه وایي: «طالبان غواړي خپل کارونه سپین وښيي، خو په عمل کې وضعیت بل ډول دی. د سرې میاشتې مرستې یوازې د طالبانو پر کورنیو او خپلوانو ووېشل شوې.»
دغه سرچینه همدارنګه ادعا کوي چې د مرستو د ترلاسه کوونکو د ټاکلو په بهیر کې قومي او ژبني تړاوونه هم په پام کې نیول شوي دي.
له بلې خوا، د دغو ادعاوو په غبرګون کې، په خوست او بلخ ولایتونو کې د طالبانو ځینو سرچینو د زننیوز له خبریال سره په خبرو کې د طالبانو د غړو کورنیو ته د مرستو د ځانګړي کولو اصل تایید کړی او دا یې د هغوی «حق» بللی دی.
له دغو سرچینو څخه یوې ویلي: «د جمهوریت پر مهال تاسو او نورو خلکو خپلې خېټې مړې کړې، اوس د طالب وار دی. ولې تاسو او نور خلک بخل کوئ؟ دا زموږ د خپلوانو، طالبانو، حق دی او مرستې باید د طالبانو پر کورنیو ووېشل شي، ځکه چې طالب هېواد ته خدمت کوي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بشري مرستو د اصولو له مخې، مرستې باید د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ او له قومي، جنسیتي یا سیاسي تبعیض پرته ووېشل شي.
په داسې شرایطو کې چې افغانستان له اقتصادي بحران، وزګارتیا او پراخې بېوزلۍ سره مخ دی، د کورنیو سرپرستې ښځې او ماشومان له تر ټولو زیانمنونکو ډلو څخه ګڼل کېږي.
له حیاتي مرستو څخه د دغو کورنیو محروم پاتې کېدل، په داسې حال کې چې واک ته نږدې کسان له دغو سرچینو ګټه اخلي، د بېوزلو کورنیو لپاره درنې پایلې لرلای شي.






