top of page

ملګري ملتونه: مصنوعي ځیرکتیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیاتولای شي

Writer: Zan News
Zan News
9 minutes ago
2 min read
AI-generated illustration of a concerned woman holding a smartphone, surrounded by symbols of digital threats, online violence, artificial intelligence, and the United Nations emblem.

د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کمېټې خبرداری ورکړی چې نوې راڅرګندېدونکې ټکنالوژۍ، په ځانګړې توګه مصنوعي ځیرکتیا، کولای شي جنسیتي کلیشې پیاوړې کړي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نوو بڼو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.


دې کمېټې د جمعې په ورځ د (لړم په لومړۍ نېټه) د ۴۱مې عمومي سپارښتنې په خپرولو سره له هېوادونو غوښتي چې د جنسیتي تبعیض او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره قانوني او عملي اقدامات وکړي.


د کمېټې د اعلامیې له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د خلکو له رضایت پرته د جنسي انځورونو او ویډیوګانو جوړول، د هویت جعل، جنسي باج اخیستنه او پر ښځو، په ځانګړې توګه پر ښځینه سیاسي مشرانو او فعالانو هدفمند بریدونه، له جدي اندېښنو څخه دي.


دې کمېټې له حکومتونو غوښتي چې د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي پلاتفورمونو فعالیتونه تنظیم کړي او ټکنالوژۍ شرکتونه اړ کړي چې د سپکوونکو او تبعیضي محتواوو د راپور ورکولو او چټک لرې کولو لپاره اغېزمن میکانیزمونه رامنځته کړي.


په دې سپارښتنه کې همدارنګه ټینګار شوی چې په قضایي نظام، زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو کې جنسیتي کلیشې کولای شي د ښځو پر وړاندې د تبعیض او له بنسټیزو حقونو څخه د هغوی د محرومیت لامل شي.


د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کمېټې همدارنګه ویلي چې جګړې، بشري بحرانونه او د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوې پېښې کولای شي جنسیتي تاوتریخوالی او د ښځو پر وړاندې تبعیض زیات کړي.


دې کمېټې د بحرانونو په اړه په پرېکړو کې د ښځو د اغېزمن ګډون او د جنسیتي تبعیض او تاوتریخوالي په وړاندې د حکومتونو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

 
 
bottom of page