top of page

طالبانو په اوو ولایتونو کې د ۳۳ ښځو د کورنیو ستونزو د حل خبر ورکړ

Eliah Omari
1 hour ago
1 min read
Exterior view of a multi-story administrative building with a beige facade, numerous windows, two flags near the entrance, and a landscaped garden.
Ministry for the Propagation of Virtue and Prevention of Vice / Facebook

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت محتسبانو په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د ۳۳ ښځو کورنیو شکایتونو ته رسېدنه کړې ده.


دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د (لړم په ۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا شکایتونه په کونړ، تخار، فراه، پکتیا، بلخ، سرپل او زابل ولایتونو کې ثبت شوي دي.


د دغه وزارت په وینا، د طالبانو محتسبانو په ولایتي ریاستونو کې د شکایتونو له ثبتولو وروسته د ښکېلو لورو خبرې اورېدلې او د اسلامي شریعت له نظره یې د ښځې او مېړه د حقونو او مسؤلیتونو په اړه سپارښتنې کړې دي.


دغه وزارت ادعا کړې چې د دې اقداماتو په پایله کې د ۳۳ ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه چلند د دوام مخه نیول شوې او د خبرو اترو، مشورو او پخلاینې له لارې د شخړو د حل زمینه برابره شوې ده.


خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د شکایتونو د ډول، د هرې قضیې د څېړلو د څرنګوالي او د یادو ښځو د اوسني وضعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.


دا هم نه ده روښانه چې د دغو ښځو د خوندیتوب او د کورني تاوتریخوالي د بیا تکرار د مخنیوي لپاره کوم ملاتړي اقدامات یا ځانګړي میکانیزمونه په پام کې نیول شوي دي که نه.

 
 
bottom of page